شعـــــرونه

ستا دردونه/ زهاد

تپاند زهاد

ستا دردونه وړم د زړه پر اوږو  باندې
ستا غمونه وړم د زړه پر اوږو باندې

ستا فراق ډیر زورور دی زړه مې سوزي
سره زخمونه وړم د زړه پر اوږو باندې

نیمه شپه وي ستا تصویر وي زما اوښکې
ستا یادونه وړم د زړه پر اوږو باندې

عجِب کیف لري چې ګورم دې خیالو کې
ستا نازونه وړم د زړه پر اوږو باندې

اخ شهیده ستا یاد شمعه ما پتنګ کړي
سره اورونه وړم  د زړه پر اوږو باندې

هر یادګار دې ښکلومه ورته ژاړم
ارمانونه وړم د زړه پر اوږو باندې

لیونیه ای ملنګه ای (تپاند زُهاد) شاعره
ستا شعرونه وړم د زړه پر اوږو باندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx