ادبي لیکني

د پاڼو پېغور

پيرمحمد کاروان

د مني سهار مهال چې لمر څرک ووهي، نو د سړي لږ لږ هډوکي تاوده شي. نن سهار لمر خوږ ولګېده، چې ګڼو ونو ته مې مخ واړاوه، ته وا لمر ماشوم دی، شوخي کوي، د چا خبره یو کم سل ماتې هندارې د ونو له څانګو را پړکېدې. ښکلې او خوږې را ولګېدې. له لرې کروندې د یامه او کولنګ کړنګا هم راتله. په زړه کې را وګرځېدل: که د وطن هر بچی په خپله دنده او خپل کار کې مخلص، صادق او هوډوال و اوسي، نو هغه کلیشه به ختمه شي، چې وایي: مړه دا وطن نه جوړېږي.

له ځان سره مې کرل او رېبل چې په دې کې د یوې جګې الوتکې بونګا راغله، الوتکه په آسمان کې ډېره جګه روانه وه، لکه له سېل نه پاتې زاڼه داسې معلومېده. ناڅاپه رانه وویل شول: امممم دا دې بله سپکه:
چې دا الوتکه به څه کوي؟ څه به وړي څه به راوړي؟ چېرې به ځي ، چېرې به نه ځي؟ د چا به وي، د چا به نه وي؟ اوس یې نو ځواب پیدا کوه، یوه باندې سل سوالیې خو شوې . له دې ابهام سره د خپل یوه غزل یو بیت هم را یاد شو:
ابهام په شاعرۍ کې خوندوره ننداره ده
ابهام په سیاست کې ډېره ستره بدرنګي ده
بس خدای دې رحم وکړي، او په خپله رحماني موسکا دې دا درست ابهامونه روښانه کړي.
الوتکه به پرېږدو، پاس په آسمان کې، را به شو، د مني هغو رنګینو پاڼو ته چې د شمال پر لوڅو اوږو لکه سرې او ژېړې مرغۍ بې وزرو روانې وې. پاڼو ته مې کتل ، خوند یې کاوه، لکه هره پاڼه چې د حال په ژبه راته وایي:
دا وطن ډېر ښکلی دی، نور موسمونه خو پر ځای پرېږده منی یې هم رنګین او ښایستوکی دی، خو هی هی که تاسو یې په قدر پوه شئ.

ما د سرو او ژېړو پاڼو د حال ژبې ته د هو په اشاره سر و ښوراوه، پاڼو ته مې وویل:
بالکل تاسو ښه وایئ، حق وایئ. تېر وختونه او تېرې پېړۍ به پرېږدو، څه کم نیمه پېړۍ کېږي، چې د وطن د ددې جنتي ښکلا حق مو نه دی ادا کړی، د وطن قدر مو نه دی پېژندلی، و ګورو چې اوس به څه کوو؟

له سرو او ژېړو پاڼو سره مې خبرې خلاصې شوې، خو د پاڼو پېغور مې په غوږونو کې انګازې کولې. دا انګازې مې راټولې کړې، زمزمه مې کړې، او بیا مې داسې ولیکلې:

په هوا کې دي روانې، لکه سرې او ژېړې زاڼې
د رنځور حُسن تمثیل دی، د خزان رنګینې پاڼې

ناخبر له سیاسته، بزګر بوخت په کرونده کې
چای ډوډۍ پر سر اخیستي، غنمرنګې تورې سکاڼې

په آسمان کې الوتکه، به د کومې پاچهۍ وي
دي په سر کې را روانې، څه پوښتنې دي ناجاڼې

سېلۍ راغله کتارونه، ورپسې دي غبارونه
لکه اسپې وي په منډه، شاته شاته پسې بیاڼې

هی افغانه رډه بډه ، د حکمت اسپه دې ګوډه
وړې به کوم طرف ته کډه، ټینګوه د خره وُستیاڼې *

دا وطن دې خزانه ده، که یې خپل شې که دې خپل شي
خامخا به درته ګل شي، چنارونه او بکیاڼې

جنغوزي دي که زعفران دي، ستا ملګري دي یاران دي
معشوقې دې شه کاروانه، دا ګورګورې او مماڼې

۲۷ عقرب ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

*وستیاڼ یا وروستیاڼ، د اوښ، خره او آس د کتې یا د بار هغه پړي ته وایي چې تر لکۍ لاندې یې تړل کېږي. وروستیاڼ اصل کې آخر، خاتمې او نتیجې ته هم وایي، پخوا به زمونږ خلک چې په سفر تلل نو کوربنو یا ځایي خلکو به د مخه ښي په نوم ورتل ویل:
وروستیاڼ خیر. یعنې خاتمه دې په خیر، سفر دې په خیر، د سفر نتیجه دې په خیر اوسې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx