ورزش

هغه لوبډلې چې د قطر فوټبال نړیوال جام ته یې لار موندلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د قطر فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې ۱۳ لوبډلو لار وموندله او پاتې لوبډلې به د دوهم پړاو څخه تیریږي.

د فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالۍ د اروپایي او امریکایي هېوادونو ترمنځ پای ته ورسېدې چې له برخې یې ۱۳ لوبډلو د قطر نړیوال جام ته لار وموندله، او پاتې ۱۹ هېوادونه به په راتلونکي کې لار ومومي.

امریکایي هېوادونه

د امریکایي هېوادونو څخه د نیمار لوبډلې برازیل او د میسي لوبډلې ارجنټاین لار موندلې ده. یادې لوبډلې په خپلو ګروپونو کې لومړی مقام لري.

د یادو هېوادونو څخه به درې نورې لوبډلې هم نړیوال جام ته لار مومي، چې اکوادور او کولمبیا د جدول په حساب په راتلونکې نږدې کې لار ومومي او پیرو لوبډله به پلی آف پړاو ته وځي، په داسې حال کې چې د لویس سواریز لوبډلې اوروګوای ونشو کولی نړیوال جام ته لار پيدا کړي.

اروپایي هېوادونه:

د اروپایي هېوادونو ترمنځ د غوراوي لوبې د ۵۰ هېوادونو ترمنځ ترسره شوې چې په لسو ګروپونو ویشل شوې وې. د یادو ګروپونو لومړی مقام لرونکې لوبډلو راتلونکي کال مستقیما نړیوال جام ته ووتلې.

په دغو لوبډلو کې جرمني، بلجیم، فرانسه، اسپانیا، صربیا، سویس، ډنمارک، هالند، کراوتیا او انګلستان لوبډلې شاملې دي. یادو لوبډلو په خپلو ګروپونو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

بل لوري ته د ۲۰۱۶ او د ۲۰۲۱م کالونو د اروپا جام اتلولي خپلونکي لوبډلو پرتګال او ایټالیا په وروستیو کې په مستقیمې لارې موندلو بریالي نشول، چې اوس به د دوهم پړاو په ترسره کولو یاد جام ته لار مومي.

ددوی سربېره د چیک جمهوریت، اتریش، ترکیه، ویلز، اوکراین، شمالي مقدونیا، پولنډ او سکاټلینډ لوبډلې دي. دغه لس لوبډلې به د پلی آف لوبې د راتلونکې کال په مارچ میاشت کې ترسره کړي.

د دوهم پړاو لس لوبډلې په دوه ګروپونو وویشل شوې چې په لومړي ګروپ کې پرتګال، سکاټلینډ، ایټالیا، روسیه، سویډن او ویلز دي، په داسې حال کې چې دوهم ګروپ په ترکیه، پولنډ، شمالي مقدونیا، اوکراین، اتریش او چیک جمهوریت لوبډلو مشتمل دی.

افریقایي هېوادونه:

د افریقایي هېوادونو لس لوبډلې چې په الجزایر، تونس، نایجریا، کامرون، مالي، مصر، ګانا، سینیګال، مراکش او ډي آر کانګو مشتملې دي، په پلی آف کې له یوه بل سره مخامخ کیږي او له برخې به یې پنځه لوبډلې نړیوال جام ته لار مومي.

اسیايي هېوادونه:

د اسیایي هېوادونو څخه قطر د کوربه توب په امتیاز نړیوال جام ته پرته له سیالیو لار موندلې ده، ددې سربېره ایران، سویلي کوریا، سعودي او جاپان هغه هېوادونه دي چې نړیوال جام ته لار موندلی شي. افغانستان په دوهم راونډ کې له یادو سیالیو بهر شوی دی.

باید وویل شي چې د فوټبال نړیوال جام به د راتلونکې کال په نومبر میاشت کې په قطر کې د ۳۲ هېوادونو ترمنځ ترسره شي. په ۲۰۱۸م کال کې د یاد جام اتلولي د فرانسې لوبډلې خپله کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx