دیني، سیرت او تاریخ

رياء او ځان ښودنه

مولوي عصمت الله عزام

شيطان چې د انسان تاريخي دُښمن دی، د انسان دوزخي کېدل د ده ستر ارمان دی، د دې لپاره له ډېرو لارو چارو کار اخلي.

يوه له هغو څخه دا ده چې  شيطان کوشش کوي چې بنده په شرک اصغر ( رياء ) کې اخته کړي.

شيطان دا کوشش کوي چې د ده نيت ور خراب کړي، داسې نيت يې په عبادت کې ور پيدا کړي چې خلک مې وويني، نو وبه  وايي چې گوره دا داسې ښه سړی دی، داسې ښه کارونه کوي.

د خلکو مخته عبادت کوي، خو په يوازې والي کې يې نه کوي، يا د خلکو مخته په اطمينان سره اوږد لمونځ کوي، خو چې يوازې شي بيا يې په تلوار سره کوي، يا يو عبادت يوازې وکړي او بيا يې خلکو ته تذکره کوي چې زه داسې عبادتونه کوم.

که په دې سره شيطان بريالی شو، نو هم به د ده عبادت ور برباد کړي او هم به يې په گناه کې  اخته کړي.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ مَنْ عَمِلَ عَمَلاً أَشْرَكَ فِيهِ مَعِى غَيْرِى تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ ».( رواه مسلم ص: ۴۱۱ ج: ۲ )

ژباړه: حضرت ابوهريره رضی الله عنه ويلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله تبارک و تعالی فرمايلي دي: زه په ټولو شريکانو کې له شراکته ډېر بېزار يم: څوک چې داسي کار وکړي، چې په هغه کې يې زما سره بل څوک شريک کړ، زه هغه او د هغه شراکت پرېږدم!!

يعنې په دُنيا کې خلک يو کار کوي، نو د ځان سره بل  څوک شريک کړي او په گډه کار کوي.

الله سُبحانه و تعالی فرمايي: زه شريک ته اړتيا نه لرم، زه د کارونو په تر سره کولو کې د بل چا مرستې ته اړتيا نه لرم او له داسې شريک څخه بېزار يم.

همدا راز په عبادت کې هم له شراکته بېزار يم.

که څوک يو عبادت وکړي او په هغه کې زما سره بل څوک شريک کړي، نو زه به هغه د ده د شريک سره پرېږدم.

يعنې زه د هغه عبادت ثواب نه ور کوم.

په دې کې دې سړی د ځان سره فکر وکړي چې څومره د تأسف ځای دی چې څوک په دُنيا کې ځان په عبادتونو کړوي، ستړی وي، خپل مال مصرفوي، جهاد کوي او يا نور د خير کارونه کوي، خو د قيامت په ورځ به بيا هم د الله پاک په دربار کې خوار او ذليل ولاړ وي.

او پر ځای د ثواب به يې عذاب په برخه وي، له دې امله چې د ده په عبادت کې اخلاص نه و، نورو ته يې ځان ښودنه مقصد وه، څو خلک ده ته ښه سړی، سخي، مجاهد او عابد ووايي!!

د داسې سړي په حقيقت کې په الله پاک، د قيامت په ورځ او په حساب او کتاب باندې صحيح يقين نشته او يا ترې غافل دی.

ځکه څوک چې د دغو ټولو خبرو يقين ولري، هغه بيا ولې په خپل عبادت کې د مخلوق ستاينه غواړي، په داسې حال کې چې د مخلوق له ستاينې هيڅ نه جوړېږي.

ځکه نور خلک خو هم د ده په څېر دي، څوک به ترې ښه او څوک هم بد وي، د هغوی بد او ښه ويل ورته ګټه نه رسوي، نو انسان بايد دې ته پام وکړي چې دی خو د الله تعالی بنده دی، الله پاک به د ده د عمل بدله ور کوي، خلک يې نه ورکوي.

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x