نظــر

د امریکا شیطاني اهداف؛ طالبانو ته څه کول په کار دي؟

عبدالله احمدي

غرب له یوې خوا د افغانستان شتمني کنګل کړې او پراخ اقتصادي بندیزونه یې پر افغانستان لګولي، خو له بله اړخه یې په رسنیو کې د افغانانو په مینځ کې د فقر او لوږې د ګراف لوړ ښودلو ته زور ور کړی او درګرده لګیا دي د وضعیت د ترینګلتیا ښودلو په مقصد له واقعیتونو لیري راپورونه نشروي، تر څو د افغانانو روحیات پرې زخمي او له مقابلې څخه یې وغورځوي.

د دې لپاره چې:
د ولس او حکومت تر منځ فاصله زیاته کړي.
ولس پر حکومت بې اعتماده کړي، چې د ملت لپاره خدمات نه شي وړاندې کولی.
طالبان په حکومتولي کې ناکام وښيي او په تېر فاسد، غل، ظالم او غلام رژیم پسې یې ارمانجن کړي.

له استعمار څخه د خلاصون په موخه مبارزه کوونکي ووېروي، چې تاسو به هم له ورته حالت سره مخ شئ.
غرب ته د سلامۍ نه پرته ژوند او حکومت ناممکن دی.
د اسلامي نظام څخه د خلکو په زړونو کې کرکه ایجادول.
پر اسلامي حرکتونو د ولسونو بې باوره کول.
او په ټوله کې دا فکر عامول چې د غرب له مرستو او د دوی له مرضي پرته د ملتونو او حکومتونو ژوند ناممکن دی.
طالبانو ته څه لازم دي چې ویې کړي؟
د غرب د ناوړه پوچو تبلیغاتو د مخنيوي لپاره عاجل اقدام.
هر څومره ژر چې وي، حکومتي دستګاه ته بشري قوه برابرول او فعالول.
د ډاډمن امنیت د تأمین لپاره نور هم باید زیاته هڅه وشي، دښمن زموږ د همدغه بې مثاله ارزښت زیانمن کولو کوشش هم کوي.

د خلکو ستونزو او مشکلاتو ته په وخت رسېده ګي او حل کول یې، چې دا د ولس او حکومت تر منځ بې باوري ختموي او یو له بل سره یې نېژدې کېږي.

د اقتصادي ناورین د له منځه وړلو لپاره په کور دننه له تجارانو او سرمایه دارنو او له هېواد نه بهر د اسلامي خیریه بنسټونو مرستې جلبول.
د راتلونکي کال لپاره په پراخه پیمانه د غنمو او نورو خوراکي توکو کرنې ته د ولسي خلکو هڅول.

د نظام داخلي دستګاه صفا کول او محکم کول.
د تعلیمي او تحصیلي ادارو عاجله پرانېسته.
او په ټوله کې د نظام په چارو اهل او با تقوا اشخاص مقررول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مننه بلکل صحیح !

طاهر ثابت

پریږدی چه افغانستان دداسی خبرو نامه له دوی نه پیسی راټولی کړی.
بیاهم باید طالبان هوښیار وی او دافغانستان دقوی کولو لپاره هر بنیادی اقدام وکړی.

Karwan

عبدالله احمدي صاحت،
ډيره ښه مشوره مو ورکړي او ډيرو مهمو ټکيو ته مو اشاره کړي. همدا ئي دحل لاره ده. ډيره مننه او په ډير درنښت کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx