ټولنیزه برخه

د اسلافو خوږې خبرې (دويمه برخه)

حشمت الله مياخيل

امام اعظم امام ابو حنیفه رحمه الله ويلي دي:

هیڅ کله مي د چا د بدۍ بدله په بدۍ سره نه ده ورکړې.

هیڅ کله مې په چا باندې لعنت نه دی ویلی.

هيڅ کله مې په يو مسلمان يا ذمي کافر باندې ظلم نه دی کړی.

هیڅ کله مې چا ته دوکه نه ده ورکړې او نه مې چا سره خيانت کړی دی.

فضيل بن عياض رحمه الله ويلي دي:

څوک چه د الله تعالى څخه وويريده دغه ويره به يې هر خير طرف ته رهنمايي وکړي.

(تزکيه النفوس ص ١٢٠)

ابن منکدر رحمه الله ويلي دي:
ددنیا خوند فقط په دريو شيانو کې پاتې دی: د شپې په پاڅيدو، د وړورنو او ملګرو سره ملاقات، او د جماعت په لمانځه کې.

(تزکيه النفوس ص ٥٨)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx