افغانستان

د جرمني او هالنډ ځانګړو استازو د رياست الوزراء له مرستيالانو سره په دوه اړخیرو اړيکو ناسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازو نن له غرمې مخکې د رياست الوزراء له مرستيالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي سره په دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو غږېدلي دي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ویلي، په دغه ناسته کې له جرمني او هالنډ سره د افغانستان په اړيکو، بشري مرستو او اقتصادي وضعيت خبرې شوي دي.

ملا عبدالغني برادر په دغه ناسته کې ويلي، د افغانستان شتمنۍ د افغان ولس پانګه ده او بايد هغه ازادې شي.

د ریاست الوزراء مرستيال د جرمني او هالنډ استازو ته وویل: «د امريکا له لوري کنګل شوې پانګې د افغان ولس دي، موږ له نړيوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته پاملرنه وکړي او د روان وضعيت منفي اغېز ټولو ته رسېدلی شي.»

د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل ویلي، هېواد يې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او له افغانستان سره يې د ۶۰۰ ميليونه يورو مرستو اعلان وکړ.

نوموړي غوښتنه کړې، د ډيپلوماټيکو ارګانونو د امنيت لپاره بايد جدي پاملرنه وشي.

د رياست الوزراء بل مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم دغه ناسته کې د جرمني او هالنډ استازو ته د هرکلي تر څنګ وویل: «افغانستان له جرمني او هالنډ سره ښې اړيکې غواړي.»

ښاغلي حنفي د افغانستان او جرمني په تاريخي اړيکو لنډ نظر واچاو او زياته يې کړه، چې افغانستان به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې خاوره يې د بل چا پر ضد وکارول شي.

د ریاست الوزراء مرستيال زياته کړې، چې حکومت هڅه کوي، د نشه‌يي توکو د کر کيلې، قاچاق او پروسس مخنیوی وکړي او بزګرانو ته د بديل اقتصاد په ورکولو مرسته وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي، د جرمني او هالنډ سربېره د نړۍ نورو پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنيت سربېره هر ډول زمينه برابره ده او کولای شي، چې د کانونو، انرژي او روغتیا سربېره په نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

دنیا د طالبانو خخه خپل غوشتنی لری خو طالبان دی دیری مشورو او دقت خخه وروسته ورته ژمنه ورکوی البته ژمنه او تعامل د دیر په لور دیپلوماتیک انداز وی. دایران خاص نماینده هم د هزاره یا شیعه د ګدون خبری کری دی. نوطالبان دی هم ژمنه ورسره وکری چی د تولو اقوامو ته به موژ حتمی په تولو ادارو کی زای ورکوو خو یوازی د تیر حکومت لورپوری او خاین شخصیتونو ته زای نشته هغه هم زکه چی نه دګاوندیانو او نه هم زموژ د ملت په خیر دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx