افغانستان

افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو لومړۍ جوپه راورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې فدارسیون د بشري مرستو لومړۍ جوپه نن سهار کابل ته راورسېدله.

د مرستې دغه جوپه چې په درې الوتکو کې کابل ته رارسېدلي او ۳۶ ټنه وزن لري نن سهار د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد، د طبیعي پېښو پر وړاندې  د مبارزې د معین او د مرستو تسلیمۍ د کمیسیون د استازو لخوا تسلیم شوه.

یاد کمیسیون ددې مرستو د تسلیمۍ پرمهال د روسیې هېواد او د روسیې له خلکو څخه د افغانستان د ولس او اسلامی امارت په استازولۍ مننې ترڅنګ له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې په ورته توګه افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

باید وویل شي چې د روسیې فدراسیون لخوا افغانستان سره د اوړو، غوړیو او کمپلو په ګډون ټولټال د ۱۰۸ ټنه بشري مرستو ژمنه کړې، چې لومړۍ جوپه یې نن کابل ته راورسېده او پاتې نورې به په ۲ جوپو کې د هوا له لارې راورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

تر څو به له هر کفر او کافر څخه د کمک توقع کوه؟ مسلکی کسان دی وګمارل شی ډیری د حل لاری شته خو افسوس چی حکومت یو وار بیا د نااهله کسانو لاس ته ورغلی. کنه نو د یو دوه کانال په جوړولو سره له آمو دریا څخه په امام صاحب او ځینی نورو سیمو کی په زرهاوو اکتاره ځمکه خړوبه کیږی. همداسی سهولتونه مونږه په هلمند او نورو ولایتونو کی لرو. د اکامورا جاپانی پروژه خو مو په سترګو ولیده خو دښمن پاکستان هغه ووژلو. اوس طالبانو ته پکار ده چی د اکامورا لاره تعقیب کړی او هیچا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx