افغانستانورزش

اسیايي اولمپیک افغان ورزشکارانو ته سکالر شيپونه ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د آسیايي اولمپیک شورا افغان ورزشکارانو ته د ورزشي سکالر شیپونو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمیټې سرپرست رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د نړیوال اولمپیک، اسیا اولمپیک او خیریه اولمپیک له پلاوي سره یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت او ددغه هېواد د اولمپیک په کوربتوب ناسته کړې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغې ناسته کې د اولمپیک نړیوالې شورا له افغان اولمپیک سره د خپلو مرستو جاري ساتلو ترڅنګ ژمنه کړې چې افغان لوبغاړو ته به د اړتیا وړ توکي چمتو کوي.

ددې ترڅنګ د اسیايي اولمپیک شورا ژمنه کړې چې افغان ورزشکارانو ته به ورزشي سکالر شیپونه ورکوي. ښاغلي مطمئن ددې ناستې د ترسره کولو له امله له قطر هېواد څخه مننه کړې ده.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت نه وروسته د اولمپیک ملي کمیټې فعالیتونه په کور دننه او له هېواده بهر چټک شوي او د پاکستان او ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو کې یې افغانستان ته ویاړونه راوړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx