ورزش

راشد خان خپل د جامو برانډ پرانيزي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی راشد خان خپل د جامو/لباس برانډ پرانيزي.

راشد خان په خپله انسټاګرام پاڼه اعلان کړی چې ډير ژر به خپل (RK19) په نوم د جامو برانډ پرانيزي‌.

هغه د ياد برانډ لپاره په انسټاګرام ځانګړې پاڼه جوړه کړې، او په هغې يې خپل هغه عکسونه خپاره کړي، چې ددغې برانډ په نوم يې تور او سپين شرټونه اغوستې دي‌.

ددغه برانډ نوم د راشد خان د نوم او په کرکټ کې د هغه د شرټ لباس مخفف دی‌.

په دې وروستيو کې د کرکټ او نورو سپورتونو لوبغاړي د لوبو ترڅنګ ځانګړې سوداګرۍ ته هم مخه کړې ده.

د بېلګې په ډول کريسټيانو رونالډو، لیونل ميسي او ګڼ شمېر مشهور لوبغاړي ډ خپل نوم څخه په استفادې د جامو او دېته ورته برانډونه پرانيستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x