افغانستان

په تېرو درې اونیو کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د سوداګرۍ او پانګونې اتاق وايي چې چين ته د جلغوزیو د بیا صادراتو پيلیدو سره په تېرو درې اونیو کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

چین ته د روان کال د لړم په ۱۰مه د جلغوزیو صادرات د هوايي دهلېز له لارې بیا پیل شول او په لومړني پرواز کې د چین شنګايي ښار ته  ۴۵ ټنه جلغوزي ولېږدول شول.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند په وینا تر دې دمه له افغانستان څخه چین ته لس پروازونه ترسره شوي.

د مهمند د معلوماتو له مخې په دغه لسو پروازونو کې ۵۵۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو جلغوزي چین ته صادر شي او نږدې یو میلیارد ډالر عاید به ترې تر لاسه شي.

څو ورځې وړاندې د چین په یوه نړیوال فستیوال کې د افغانستان ‎د جلغوزیو ۱۲۰ زره ډبي چې ټولټال وزن یې ۲۶ ټنه ته رسیږي په یواځې ۱۰۰ دقیقو کې انلاین پلورل شوي وو.

چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د اکتوبر په ۲۶مه په دوحه کې چین ته د جلغوزو پر صادراتو تفصیلي بحث وکړ چې چینايي لوري په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته په لیدنه کې  د افغانستان جلغوزي ډالۍ کړي وو.

چین د افغانستان تر ټولو لوی د جلغوزو واردونکی هیواد دی. افغانستان په ۲۰۱۸ز کې دغه هیواد ته د هوايي دهلیزونو له لارې د جلغوزو صادرات پیل کړل.

افغان چارواکو هغه مهال اټکل کړی و چې افغان سوداګر به په کلني ډول ۲۳زره ټنه جلغوزي چین ته صادر کړي چې له کبله به یې ۸۰۰ میلیونه ډالر عاید افغانستان ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حقیقت به منی، دا هم د غنی له برکته.

مجاهد

شل کاله غلامی هم د غنی بابا له برکته ههههه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx