افغانستان

بلخ کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۰ل): په بلخ کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر نادر عالمي چې دوه میاشتې وړاندې تښتول شوی و، نن یې د وژنې خبر ورکړل شوی دی.

د بلخ حوزوي روغتون د نوموړي د قتل موضوع رسنیو ته تایید کړې ده.

د بلخ ولایت د روغتیا ریاست سرپرست، مولوي صدام ویلي دي چې د ډاکټر نادر عالمي مړی نن د مزار شریف په لومړۍ حوزه کې موندل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې نن یو شمېر فعالانو او د نادر علمي کورنۍ د هغه د جنازې او تدفین په اړه خبر ورکړی و چې نوموړی به د جمعې د لمونځ وروسته د مزارشریف په خواجه آهودوش هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

نادر علمي په مزارشریف کې کې د عصبي او رواني ناروغیو د یوې شفاخانې رئیس و.

هغه د روان کال د وږي په ۲۹مه د ناڅرګندو وسله والو لخوا د مزارشریف د پنځلسمې ناحیې د نوآباد سیمې څخه تښتول شوی و.

د نوموړي زوی رسنیو ته ویلي وو چې پلار يې شپږ که اوو وسله والو کسانو هغه مهال وتښتولو چې له روغتون څخه د کور پر لور روان و.

هغه زیاته کړې وه چې تښتونکو یې پلار ته ویلي وو چې دوی مریضان لري او باید له دوی سره ولاړ شي.

د ډاکتر عالمي کورنۍ ویلي چې تښتووتکو ترې د نوموړي خوشې کېدو په بدل کې د اووه لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د بلخ سیمه ییز چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو چې د ډاکتر عالمي د موندلو لپاره جدي عملیات کوي.‎ هغوی هغه مهال د یو شمېر سړي تښتوونکو ډلې د نیول کیدو خبر هم ورکړی و.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له یوی نیمی میاشتی را پدی خوا تښتول شوی وه خو طالبان قادر پدی نشول چی درک یی معلوم کړی اوس یی مړی پیدا شو. خلک وایی چی طالبان یی په اختطاف کی لاس لری. په هر صورت طالب مسؤل د امنیت د ټولو خلکو دی بیا دی نوایی چی امنیت مو سل په سلو کی راوستی او دنیا دی مونږه په رسمیت وپیژنی. په حقیقت کی امنیت نشته. امنیت هغه ته وایی چی څوک احساس د ترس او وحشت ونکړی خو چی کله ښار ته راشی حتمآ به د څناورانو سره مخامخ کیږی نو دا پته نه لګیږی چی… نور لوستل »

اسلام زنده باد

ورته مشکلات د هیواد په کچه په پاکستان ایران هند کی هم شت، اوس طالبانو ته سخت حالت دی زکه یو خو دوی مسلکی خلک نه دی، دوهم تاجیک ازبیک هزاره ترکمن دا قومونه اکثریت د طالب خخه سخت نفرت کوی خصوصا هزاره، پاته شول پشتانه په پشتنو کی هم په لور تعداد د طالب خخه نفرت لری نو طالبانو ته هم داخلی دسایس شته او هم باندنی. تاسو وګوری هند تاجکستان فرانسه ایران او امریکا عمل طالب بدناموی. د دی یو شه حل دادی چی طالبان باید استخباراتی ارګان قوی کری، اختطاف کوونکی زای پر زای ووژنی البته که… نور لوستل »

مجاهد

طوطی جانه ، پرونی او نننس او صبانۍ بی امنی ټوله د هغو اشغالګرو او د هغوی د غلامانو له خوا او له لاسه وی ، دی او وی به جه تاسی ته یی چوشک خوله کی ایښی او همدغه ځانګړی خبری یی درته زده کړی او زده کوی پرون مو هغه ظاهر قدیر ورباندی اعتراف کولو چه ستاسی د شوری منلی وکیل وو چه داعش د چا له خوا تمویل او تجهیز کیدلو او د چا په الوتکو کی کی له یوه ولایته بل ولایت ته انتقال او له طالبانو چا ژغورلو

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx