افغانستان

عبدالله عبدالله ټیم: کرزی او نړیواله ټولنه زموږ د ناکامۍ تر شا لاس لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل): ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم په ټاکنو کې د درغلیو په اړه تېره ورځ د کریم خلیلي غږیز کلیپ خپور کړ چې په ټاکنو کې د نوموړي لاسوهنه ثابتوي.

د عبدالله عبدالله ټیم وايي چې دغه غږیز کلیپ د دې ثبوت دی چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

دوی زیاته کړې چې له دغې ویډيو څخه جوتیږي چې ولسمشر کرزی او نړیواله ټولنه د اشرف غني احمدزي د بریا لپاره په ټاکنو کې لاسوهنې کوي.

دغه ویډیو د کریم خلیلي د دفتر مشر عباس بصیر جعلي ګڼلې ده او په وینا یې د دغې ویډيو خپرول سیاسي موخې لري.

د کریم خلیلي دفتر مشر له عدلي او قضایي ارګانونو غوښتنه کړې چې په دې اړه دې جدي پلټې او اقدام وکړي.

په دغه ویډیو کې د ولسمشر کرزي مرستیال کریم خلیلي د ټاکنو کمېسیون ته د پټ تړون په اړه خبره کوي چې په اساس به یې اشرف غني بریالی کیږي.
همدا راز نوموړی دغه کسانو ته لارښوونه کوي چې له هرې لارې ولو که غیرقانوني هم وي د اشرف غني احمدزي د بریا لپاره کار واخلئ.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټيم مشر نصرت ارسلايي وايي چې له دغې غږیز کلیپ څخه څرګندیږي چې د ټاکنو پایلې د رایو اچونې تر مخه د حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ پریکړه شوې وې.

د نوموړي په وینا د عبدالله عبدالله سیال له پخوا ټاکل شوی و. د ارسلايي له خبرو مالومېده چې ګواکې ټاکنې بې مانا وې چې په وینا یې اشرف غني له پخوا ټاکل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x