افغانستان

امریکا د هغه افغان کډوالو افغانستان ته په ليږلو غور کوي چې په شرایطو برابر نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت هغه افغانان چې امریکايي ځواکونو د اګست په میاشت کې بهر ته ویستلي دي او د امنیتي چک څخه نه دي وتلي بېرته افغانستان ته په ليږلو غور کوي.

دغه افغانان چې حاضره د امریکا په یوې نظامي اډه کې په کوسوو هیواد کې دي.

سي ان ان امریکايي رسنۍ وايي چې ۷۰زره افغانان امریکا ته راغلي دي او نور يې نورو درېیمو هیوادونو ته لیږلي دي. همدا راز هغه کسان چې باید له امنیتي چیک تیر شي په کوسوو هیواد کې ساتلي دي.

د دغه افغانانو شمېر ۲۰۰ ته رسیږي او امریکا د کوسوو هیواد سره موافقې ته رسیدلی چې تر یو کال پورې به دوی ته ځای ورکوي.

امریکا تر دې دمه هيڅ افغان کډوال بېرته افغانستان ته نه دی لیږلی؛ خو د هغه افغان کډوالو چې له امنیتي چیک څخه صاف ونه وځي، افغانستان ته بېرته لېږل یې یو اپشن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Bilal ahmadi

دا هغه کسان بيرته افغانستان ته ليژي چي هغوۍ حالته جنسي تجاوز ىا نور داسې بداخلاقياني کړي وي ځکه هغوۍ نه غواړي خپله جامعه په داسو کسانو خرابه کړي چې سبا د دوۍ دپاره هم شرم وي او دولس دپاره هم يو خطر وي!!!

خوګياڼي

امریکا هغه کډوال بېرته افغانستان ته ليږى کوم چې د کوسوو په امريکائي فوځى اډه کې ميشت دى. امریکا يواځې خپل ګوډاګيان او کاسه پاکى منى. او په امریکا کې د وسيدو اجازه ورکوي، نه عام افغانانو ته. مننه
.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx