افغانستان

امریکا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لیک ته ځواب ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټویټر اکونټ د بهرنیو چارو وزارت هغه پرانیستي لیک ته چې تېره ورځ يې د امریکا کانګرس ته لېږلی و ځواب ویلی دی.

توماس ویسټ لیکلي دي چې طالبانو لیک د افغانستان د اقتصادي او بشري بحران په اړه حقایق ناسم تعبیر کړي دي؛ ځکه افغانستان د اګست تر پنځلسمې وړاندې له بشري ناورین سره مخ و او دغه بشري ناورین جګړې، وچکالۍ او کرونا وبا نور هم پسې خراب کړ.

نوموړي زیاته کړې ده چې امریکايي چارواکو طالبانو ته دا له پخوا څرګنده کړې وه چې که دوی د مذاکراتو پر ځای واک د زور له لارې ونیسي نو ضروري غیربشري مرستې چې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره کیږي هغه به بندې شي او حاضره همدغه کار شوی دی.

توماس ویست ویلي چې دوی له طالبانو سره ښکاره او بې پردې ديپلوماسي مخته وړي او طالبان باید مشروعیت او ملاتړ په خپلو کړنو سره وګټي او هغه داسې چې ټولشموله حکومت جوړ، اقلیتونو، ښځو، نجونو حقوقو احترام وکړي او هم تعلیم او کار ته برابر لاسرسی ورکړي.

توماس ویست زیاته کړې چې دوی به د افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او سږ کال یې هم ۴۷۴ میلیونه ډالر مرستې له افغانستان سره کړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت ‎د امريکا کانګريس په نوم پرانيستی ليک ویلي وو چې د کانګرس غړي بايد د افغانستان روان وضعيت درک کړي او پر حکومت فشار راوړي، چې د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالره پانګه بېرته خوشې کړي.

افغان حکومت په دغه لیک کې د افغانستان د شتمنيو کنګل کول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

سخته بیشرمه خلک دی یو ئې یو څه وایی او بل ئې بل څه دیبورا لاینز وایي چی د افغانستان څه باندی لس میلیارده سرمایي کنګل کیدو د افغانستان په اقتصادی سیستم بد اغیز کړی او دې وایي چی دا بد وضعیت لا له مخکی د طالبانو له راتګ نه وه نو چی داسې ده نو ورته دا کوتیانو مو په طالبانو پسی ولی خوله خلاصه کړی او غوس کوي، که تاسو دا فکر کړی وی چی ستاسو کوتیان او حلقه بګوشان به طالبان د ټول شموله تر عنوان لاندی په حکومت کې ځای په ځای کوی نو دا خوب… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

امریکا او نورو نړیوالو حریصو استعمارګرو له انسانی ټولنی د جنګل ټولنه جوړه کړی چه زور به هم حکومت او هم قانون وی څوک چه زور لری هغه قانون هم دی ، په دی کار کی تر دی کچی مخکی تللی چه دا خپل ظلم ورته عدل شکاری. پخوا متعدد استعماری قدرتونه وو، ډیر ځله به یی د مظلوم بشریت وینی زبیښلی مګر وخت ناوخت به خپلو کی هم سره نښتل کله به یو او کله به بل او کله به دواړه کمزوری او یا دریم او څلورم قدرت به جوړیدلو. ورو ورو متعدد استعماری قدرتونه د روسانو او نګریزانو… نور لوستل »

غمی،پښتین

بیانزی ته
دا زاړه د کمونیستانو لغاتونه.لکه استعمار،استثمار،امپریالیزم.زبیښاک،دا پریږده. راځه په ملک کی بشری نورین دی،افغانان خوراک څښاک نه لری،ژمی را راوان دی، نوره دنیا په غوښو پلونو باندی مزی کوی.

مجاهد

غمی ګله ښه چاری او که هورا درته ولیکم ــ د پشتون نوم دی وران کړی او پشتین دی تری جوړ کړی که رښتونی پشتون یی د پشتون نوم ته درناوی ولری نوم دی پشتون کړه پشتین یعنی کوږ پشتون . ــ موږ خبر یو جه تاسی نجیبی خلقی یاست ، د کمونیزم په وحشت نه خوابدی کیدلی خو له نوم اوریدلو یی شرم کوۍ د هغو شهیدانو پلرونو بیا قدرت تر لاسه کړو، د سټو کنډو درڅخه خطا شو امستر دام هالیند او که سویدن ته په ځغلی ـــ د غمی صاحب خیټه به ډګه ، خوله به یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x