ورزش

د استرلیا لوبډلمشر ښځینه کارمندې ته د فحش پیغامونو استولو له کبله لوبډلمشري پریښوده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د استرلیا ټیسټ کرکټ لوبډلې مشر ټیم پین یوې ښځینه کارمندې ته د ناسمو پیغامونو استولو له کبله له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

د راپورونو له مخې، ټیم پين څلور کاله وړاندې یوې ښځينه لوبغاړې ته د جنسي اړوند پیغامونه استولي وو، چې د استرلیا کرکټ له لوري له څیړنو وروسته نوموړي د لوبډلې مشري پریښوده.

ټیم پين هغه کرکټ لوبغاړی دی چې څه موده وړاندې یې له نړیوالې شورا څخه د افغانستان کرکټ د بندیز غوښتنه کړې وه.

نوموړي په افغان کرکټ سختې نېوکې کړې وې او د استرلیا کرکټ هغه پریکړه چې ممکن د افغانستان سره یوازینۍ ټیسټ لوبه لغوه کړي، بشپړ ملاتړ کړی و.

ټیم پین هغه مهال زیاته کړې وه چې افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام کې ګډون نشي کولی، او په وینا یې یو شمېر لوبډلې ممکن د افغان لوبډلې سره له لوبېدو انکار وکړي.

که څه هم ټيم پین د افغانستان کرکټ په اړه سختې نېوکې کړې وې او د نړیوالې شورا څخه یې د بندیزونو غوښتنه کړې وه، خو د نوموړي دغه خوب رښتیا نشو، بل لوري ته افغان لوبډلې په نړیوال جام کې ګډون وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري هیڅ بندیز پرې نه دی لګېدلی.

۳۶ کلن ټیم پين غوښتل په افغان لوبډلې اعتراض وکړي او له بندیزونو سره یې مخ کړي، خو په بدل کې خپله رسوا او له درې کلنې لوبډلمشرۍ لرې شو.

دغه لوبغاړي پر افغان لوبډلې افغانستان کې د رژیم له بدلېدو وروسته ددې لپاره سختې نېوکې کړې وې چې ګواکې افغانستان کې ښځینه کرکټ له منځه ولاړ، او په وینا یې دا یوه سرغړونه او د هغوی حقوق اخیستل بللي وو، خو خپله په داسې یوه داسې قضیه کې ګیر شو چې له کبله یې نړۍ ته شرمنده او په لوبډلمشرۍ پریښودو ته اړ شو.

د جمعې په ورځ د استرلیا پخواني لوبډلمشر د یوه خبري کنفرانس له لارې په خپلو تېروتنو اعتراف کړی او د ټیسټ لوبډلمشرۍ پريښودو اعلان یې وکړ خو د یوه لوبغاړي په حیث به د لوبډلې لپاره شتون ولري.

ټیم پين دا اعلان په داسې وخت کې وکړ، چې د استرلیا په خاوره د انګلستان پر وړاندې د اشیز تاریخي سیریز شاوخوا درې اونۍ په کمه موده کې پېلیږي. ددغه سیالیو لومړی ټیسټ د دیسمبر په ۸مه نېټه پېلیږي.

ټیم پین په ۲۰۱۸م کال کې هغه مهال د استرلیا ټیسټ کرکټ لوبډلې مشر وټاکل شو، چې پخوانی لوبډلمشر سټیو سمیت د توپ خرابولو (بال ټیمپرینګ) له کبله له لوبې کښينول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx