ورزش

د کرکټ پيژندلې څيره، ای بي ډیویلیرز له هر ډول کرکټ څخه استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د نړیوال کرکټ پيژندلې څېرې ای بي ډیویليرز له هر ډول نړیوال او سوداګریز کرکټ څخه د ۳۷ کلونو په عمر استعفا وکړه.

له ۱۷ کلن په زړه پورې او تاریخي کیریئر وروسته د سویلي افریقا هېواد او د نړۍ نامتو کرکټ د تل لپاره د کرکټ پریښودو پریکړه وکړه.

۳۷ کلن ابراهیم بینجامین ډیویلیرز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، «دا یوه په زړه پورې سفر و خو ما پریکړه وکړه چې نور د هر ډول کرکټ څخه استعفا وکړم».

د کرکټ مینوال به له دې وروسته په میدان کې د ای بي ډیویلیرز هر اړخیزې او ۳۶۰ درجې شپږیزې ونه ګوري.

ای بي ډیویلیرز چې په مسټر ۳۶۰ مشهور دی، په کرکټ کې داسې ریکاډونه په خپل نوم لري چې په راتلونکي نږدې کې یې د ماتېدلو هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې وه، چې له هغې وروسته په تجارتي لیګونو کې په ځانګړې توګه په هند غوره لیګ کې لوبېده او اوس یې هر ډول کرکټ پریښود.

ډیویلیرز چې په توپوهنه او شپږیزو وهلو کې یې ځانګړی نوم درلود او بې شمېره مینوالو به دده لوبې کتلو ته بېتابه وو، د یو شمېر ریکارډونو سره نړیوال کرېکټ ته مخه ښه وکړه.

نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې د چټکې نیمه سلیزې ریکاډ چې په (۱۶) توپونو ده وهلې ده، د چټکې سلیزې ریکاډ چې په (۳۱) توپونو یې وهلې، او د چټک ۱۵۰ منډو جوړولو ریکارډ چې په (۶۴) توپونو یې جوړ کړي له ځان سره لري.

ډیویلیرز د سویلي افریقا لوبډلې دویم لوبغاړی دی چې په ټیسټ سیالیو کې ځانګړې زیاتې (۲۷۸ ناسوځېدلې) منډې لري، همدا ډول په نړیوال رینکینګ کې تر (۹۳۵) پواینټونو رسېدلی چې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره تر ټولو ډېر دي.

نوموړی په ۱۱۴ ټيسټ سیالیو کې د ۵۰.۶۶ منډو اوسط لري، چې ټولې يې (۸۷۶۵) منډې جوړې کړي او ۲۲ یې سلیزې وهلې دي. همدا ډول په ۲۲۸ یو ورځنۍ سیالیو کې د ۵۳.۵۰ غوره اوسط سره ټولې (۹۵۷۷) منډې لري، چې ۲۵ سلیزې او ۵۳ نیمه سلیزې په کې شاملې دي.

په ۷۸ شل اوریزو سیالیو کې یې په ۲۶.۱۲ منډو اوسط سره ۱۶۷۲ منډې جوړې کړي، چې ۱۰ نیمه سلیزې یې وهلې دي، سربېره پر دې یې په یو شمېر تجارتي لیګونو کې هم ونډه اخیستې ده.

ډیویلیرز په هند غوره لیګ کې ۱۸۴ لوبې ترسره کړې، په ۴۰ اوسط او ۱۵۱ سټرایک ریټ سره یې ټول ۵۱۶۲ منډې جوړې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx