
سعودي کې یوه کس انلاین ایفون اخیستی خو بدل کې یې ډبرې او صابون ترلاسه کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): په سعودي عربستان کې یوه کس د ایفون ۱۳ پرو مکس موبایل انلاین اخیستی و خو په بدل کې یې د موبایل پرځای ډبرې او صابون ترلاسه کړي دي.
د ټیچ براق رسنۍ د راپور له مخې، سعودي تبعه کس ویلي چې د ایپل شرکت ایفون نوی موبایل یې انلاین اخیستی و چې له ۵۰۰۰ ریالو زیاته بیه لري، خو دا چې په بدل کې یې ډبرې او صابون ترلاسه کړي خپه شوی دی.
دی وایي د هغه کس سره یې اړیکه نېولې چې په انلاین بڼه یې د ایفون موبایل پلور وړاندیز کړی و، خو چې کله یې پارسل ترلاسه کړ له ډبرو او صابون پرته هیڅ نه وو، چې وروسته یې د شکایاتو کمیسون ته خبر ورکړی دی.
د یادونې ده چې د سعودي د سوداګرۍ وزارت له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، هیڅ سعودي یا بهرني وګړي دې د غیر راجستر شوي شرکتونو څخه انلاین څه نه پلوري.
ددې سربېره دغه وزارت څرګنده کړې هغه شرکتونه چې له دوی سره راجستر دي ددوی پر پاڼه شتون لري، چې له پېر او پلور وړاندې باید وکتل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې په انلاین پلور کې دغه ډول پېښې رامنځته کیږي. تېر کال د هند پونې ښار یو اوسېدونکي د ۳۰۰ روپيو مخ کریم پرځای د ۱۹ زره روپیو ارزښت لرونکي د وایرلس غوږۍ Headphones ترلاسه کړې وې.
سږکال د امازون شرکت په تېروتنه کې هغه کس ته چې د خولې مینځلو توکي Mouthwash یې اخیستی و پرځای ځیرک موبایل لیږلی دی.
سلامونه اونیکی هیلی ومنی زه دنن تکی اسیا چخه یوه دنیا مننه کوم چی دیر پ وخت دقیق او موثق بی طرفه خبرونه وای
د اورېدو څخه د مکې مکرمې اکثره اوسېدونکی د ټینګی عقیدې خاوندان نه دی او د ګناه او معصیت جرئت ځکه لری چی:
مسجدالحرام ته په اِشارې سره وائې:
” هذالصابون “.
یعنی
هره دلَګی او معصیت جائز دئ او فقط په یوه طواف ( صابون ) به ټول معصیتونه پاک سی.
خو
معلومه نه ده چی دې د آیفون رانیوونکی بیچاره کوم صابون ته اړتیا درلوده ( ممکن پاک شخص وی امّا غولېدلئ دئ).