افغانستان

افغانستان کې د عامو خلکو د ژوند بهیر عادي حالت ته راګرځېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له درې میاشتو تیرېدو وروسته اوس د عامو خلکو د ژوند بهیر عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د اقتصادي په اړه د پراخو اندېښنو سربیره اوس په پلازمینه کابل کې د دوکانونو او هوټلونو خاوندان او کارکوونکي په ورځني ډول خپلو دندو ته حاضریږي او هرڅه په عادي ډول پرمخ روان دي.

په راپور کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو په حواله ویل شوي چې خپلې راتلونکې خوښ دي؛ خو یو شمېر نورو بیا د ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنې ښکاره کړي دي.

په کابل ښار کې د نصیر په نوم د وړیو(پشم) د یوې کارخونې څښتن په دې هکله د رویټرز خبري آژانس ته ویلي، په نن سبا کې سودا نه کیږي، ځکه پخوا زمونږ زیاتره پېرودونکي بهرنیان وو؛ خو د هغوی په تللو سره زمونږ کار کمزوری شوی دی.

د خالد په نوم د قیمتي ډبرو یو پلورونکي بیا ویلي، که څه هم د پېر او پلور بازار ۵۰ سلنه کم شوی؛ خو په هېواد کې د سولې او امنیت په راتلو سره یې هیله ښکاره کړې چې په راتلونکي کې وضعیت تردې غوره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره د امریکا په ګډون نړیوالو هېوادونو د افغانستان د ملي بانک ۱۰ ملیارده ډالره شتمي کنګل کړې، د کومې له امله چې افغان سوداګر او عام افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx