
کابل ښار کې یو تن د انسان تښتوونګو له منګولو وژغورل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د کابل ښار امنیتي مسئولینو د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې د سهراب ولد ګل آغا په نوم یو ماشوم چې دوه ورځې وړاندې د «پُشت کوتل» سیمې څخه اختطاف شوی ؤ، پرون د جمعې په ورځ ناوخته د امنیتي ځواکونو لخوا د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوی دی.
نوموړی زیاتوي، ژغورل شوی ماشوم به ډير ژر خپلې کورنۍ ته وسپاري.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د اسلامي امارت د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د غلو او انسان تښتوونکو پرضد عملیات چټک شوي او په ترڅ کې یې په لسګونو غله او اختطافر نیول شوي دي.
د تیرې شنبې په ورځ هم د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست لخوا د کابل ښار په کارته نو سیمه کې یو ماشوم د اختطافګرو له منګولو څخه ژغورل شوی ؤ او په دې تړاو یې دوه تنه انسان تښتوونکي هم نیولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د غلا او انسان اختطاف پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
که چیری شریعی جواز وی نوشه ده چی تشتوونکی زای پرزای ووژل شی او بیا راپور ورکری چی عملیاتو کی وژل شوی . اوس خو د حد جاری کول مشکل ایجادوی زکه نری طالبانو ته متوجه ده. د طالبانو موضوغ اوس د اهل اسلام موضوغ ګرزیدلی که دیر لژ غلطی وکری نو ددنیا د مسلمان نحضتونو لپاره صدمه ده. امید دی هسی دا اختطافګر ووژنی البته که شرعی مشکل نه وی