نظــر

د اسلامي امارت سل ورځنی حاکمیت او لاسته راوړنې

رحمت الله فیضان

د هیواد استقلال:
سل ورځې وړاندي د افغانستان خاوره او فضا د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په اشغال کې وه، سل ورځې وړاندې دلته د یو داسې مفسد نظام حاکمیت و چې آن خپل باداران یې هم پرې شرمیدل، سل ورځې وړاندې چور او چپاول، مسلحې غلاوې، ځنځیري قلتونه او بې عدالتۍ حاکمیت درلود، سل ورځې وړاندې د یو عادي ماموریت په بدل کې د پتمنو مېرمنو عزت لیلامیدل، سل ورځې وړاندې محاکم د راکړې ورکړې او پیسو پيدا کولو په مارکیټ بدل شوي وو، حق د هغه چا په برخه و چې ډيرې پیسې یې مصرفولی شوای، سل ورځې وړاندې دلته داسې حاکمیت و چې قلم یې په لیکلو شرمیږي.

سل ورځې وړاندې دلته د زور واکو د قدرت نمایۍ غټې او وړې جزیري جوړې وې.

سل ورځې وړاندې ښارونو د نظامي کلاګانو بڼه خپله کړې وه او هرچا د روز په اندازه عمومي واټونه د خپل کور برخې ګرزولې وې.

سل ورځې وړاندې خرڅ شویو مزدورانو، زورواکو، مافیایي کړیو او هیواد پلورونکو د هیواد ټوټه کولو او وېشلو ته ملاوې تړلې وې چا د خراسان، چا د ترکستان او چا د هزارستان د باطلو داعیو غږونه اوچت کړل.

دې ټولو ناخوالو، بدبختیو، بې عدالتیو، جبر او اکراه ته له سلو ورځو وروسته د افغان مؤمن ولس۲۰کلنې مبارزې او مجاهدې د پای ټکی کېښود، افغانانو د خپلو نازولو په قربانۍ سره هیواد آزاد کړ، اشغالګران یې په ټیټ سر له خپلې خاورې څخه وشړل، د اشغالګرانو په لاس یې جوړ شوی مفسد، مزدور او جعلي حکومت چې د ملي حاکمیت لباس یې ور اغوستی و را نسکور کړ او واکمنان یې په رڼا ورځ وتښتیدل.

دا ټولې د اسلامي امارت هغه طلايي لاسته را وړنې دي چې زموږ تاریخ او راتلونکي نسلونه به تر ډيره پرې ویاړي.

د اسلامي امارت دیپلوماتیکي هڅې:
– په سیاسي برخه کې اسلامي امارت ټولې نړۍ ته د دوستۍ پیغام ورکړ، د نړۍ هیوادونه یې تعامل ته را وبلل او په ډاکه یې وویل، چې: د امریکا د حکومت په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره مثبتو اړیکو ټینګولو ته لیواله دی، له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چې خپلې سیاسي څانګې فعاله وساتي.

د همدې هلو ځلو په پایله کې د ترکمستان جمهور ریس قربان قلي بردي محمدوف اعلان وکړ چې: هیواد یې آماده دی د افغانستان له سرپرستې کابينې سره کار وکړي.

د افغان او ترکمن چارواکو تر منځ په وروستیو لیدنو کې د ټاپي پروژې پر پیلېدا تاکید وشو او د هرات ـ ترکمنستان، جوزجان –ترکمنستان تر منځ د ریل خط د غځیدا پر سر هم توافق وکړ.
د مسکو په کنفرانس کې د اسلامي امارت د سیاسي ټیم شرکت او د کنفرانس د ګډون کونکو نظر د افغانستان په ګټه څرخول یوه ښه لاسته را وړنه وه، په دغه کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي او ملګري هیئت د غونډې ګډونوال دېته وهڅول چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي، افغانستان ته بشري مرستې ورسیږي او د افغانستان له نوي حکومت سره دې تعامل وشي چې د غونډې برخوالو بې له کوم اختلافه دا غوښتنې ورسره بدرګه کړې.
همدا راز د مسکو د کنفرانس په څنډه کې د هند او ایران له استازو سره هم لیده کاته وشول او د ښو روابطو جوړولو په برخه کې ورسره خبرې وشوې، د همدې لیدنې په پایله کې تهران تشویق شو چې د افغانستان په اړه د روسیې په ګډون د افغانستان د همسایه هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه غونډه جوړه کړي، په دغه غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: هیله من یم چې د افغانستان اوسني حاکمان به د بین المللي ټولنې توقعات پوره کړي، موږ د افغانستان ځمکني استقلال ته احترام لرو او د یو باثباته افغانستان په لټه کې یو.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تهران په ناسته کې سوله او ثبات د افغانانو حق وباله، هغه د غونډې برخه وال را دعوت کړل ترڅو د افغانستان د اقتصاد بیرته را ژوندي کولو په برخه کې کار وکړي.

د چین د بهرینو چارو وزیر وویل: امید لرو چې موږ ټول به وتوانیږو چې د افغانستان د سولې او آرامۍ په برخه کې مرسته وکړو.

اسلامي امارت له چین هیواد سره هم نیکې اړیکي جوړې کړي، د همدې روابطو په نیتجه کې د چین هیواد د بهرنیو چارو وزارت له متحده ایالاتو وغوښتل چې پر افغانستان وضعه شوي بندیزونه لرې کړي او له دې زیات د افغانستان نوي مقامات په محدودیت کې ونه ساتي، همدا راز د دغو اړیکو په نتیجه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر په یو مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې ۶۵ ميلیون ډالره یې له افغانستان څخه د ملاتړ په موخه ځانګړي کړي دي.

د چین او افغان مقاماتو تر منځ د دوامداره اړیکو په موخه د سیاسي موضوعاتو، د دیپلوماتیکو هڅو کمېټه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د تنظیم او دوام کمیټې تشکیل شوي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د چین هیواد ته د هوا له لارې د ځنغوزویو لومړنۍ محموله صادره شوه.

تردې وړاندې د اسلامي مارت سیاسي ټیم په قطر کې له امریکایانو سره ګډه غوڼده وکړه چې پکې له امریکایي لوري په جدي ډول وغوښتل شول ترڅو د افغانانو شتمني آزادې، د پاکستان په غونډه کې هم د اسلامي امارت پلاوي ګډون وکړ له نړیوالو یې وغوښتل چې د افغانستان مشروع نظام په رسمیت و پیژني او له امریکا وغواړي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه چې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري آزاده کړي.

له ازبکستان سره هم اړیکې جوړې شوې، د دغو اړیکو په ترڅ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف وویل چې افغانستان ورته د خپلو ګټو په موخه ستراتیژیک اهمیت لري.

هند هم له اسلامي امارت سره د ښه نیت په پار د ۵۰زره ټنو غنمو مرستې وعده وکړه چې د پاکستان له لارې به افغانستان ته انتقال شي، خو هندي ورځپاڼي (انډیا اکسپرس) وروسته خبر ورکړ چې د هند حکومت له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د دغه هیواد له لارې د ۵۰زرو ټنو غنم د مرستې یوه محموله افغانستان ته ولیږدوي، خو پاکستاني لوري ورته مثبت ځواب ورنه کړ، دا ستونزه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سفر پر مهال ددغه هیواد صدر اعظم عمران خان سره مطرحه کړه، هغه ورته د انتقال په برخه کې د مرستې وعده ورکړه.

له ایران سره هم د اقتصادي، سوداګري او پرمختیایي پروژو په برخه کې اړیکې جوړې شوې، په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ایران خاص استازي حسن کاظمي افغانستان ته راغی او د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو له وزیرانو سره یې خبرې وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان د هیواد د کلتور له وزیر ښاغلي خیرخوا سره د ګډو فرهنګي همکاریو په باب لیده کاته وکړل.

داخلي امنیت:
د مزدور حکومت په دوران کې ښاري امنیت له سترو خطرنو سره مخ شوی و، مسلحې غلاوې، اختطاف، د موټرو، موټرسایکلو او مبایلونو غلاوې اوج ته رسیدلې وې چې د سلو ورځو په تیریدو سره ښاري امنیت کنترول شو.

په دې اړه د هیواد امنیتي ارګانونو خبر ورکړ چې د دریو میاشتو په اوږدو کې ۶۰۰تنه داعشیان او نور هغه کسان چې په مختلفو جرایمو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.
۸۲تنه سړي تښتوونکي نیول شوي، ۱۲ تنه د سړي تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوي ۲۰۸تنه جعلي مجاهدین له صف څخه ایستل شوي.
۶۷تنه د جعلي اسنادو جوړوونکي نیول شوي.

دفاعي سستم:
د حرفه يي اجرتي يونيفورمي قاتلانو په ځای د وطن او ولس اصلي بچيانو څخه د وطن او ولس د دفاع او حفاظت لپاره په کمو امکاناتو یوه منظمه، ملي انګیزه لرونکې او متعهده اردو جوړه شوه، د افغانستان ټول سرحدونه د یوه اصلي ملي اردو له لوري ساتل کیږي.

منځنۍ او لوړې زده کړې:
له لږ ځنډ وروسته د نارینه زده کوونکو تعلیمي بهیر پیل شو او د نجونو د زده کړو بهیر په تدریجي ډول پیل شو چې تر اوسه دا بهیر ۷۵سلنه بشپړ شوی.

په ټولو ولایاتو کې شخصي پوهنتونونه د شاګردانو پر مخ پرانستل شول، د دولتي پوهنتونونو د ستونزو پر حل کار روان دی هغه به هم حل شي.

اداري سستم:
اداري سستم د پنځه سوه زرو مامورینو پر مټ بیرته په کار واچول شو، په اداراتو کې فساد او ارتشا له منځه لاړه، د دولت ټول عواید چې پخوا شخصي جیبو ته تلل اوس د دولت خزانې ته ځي.

په ښارونو کې د عمومي واټونو ازادول:
د کابل په شمول د افغانستان لویو ښارونو د جنګي کلاګانو بڼه خپله کړې وه، زورواکو عمومي واټونه په خپلو کورونو کې شامل کړي وو، د خلکو پر مخ د تګ را تګ لارې تړل شوې وې، د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی و، د اسلامي امارت په سل ورځني حاکمیت کې په ښارونو کې ټول هغه موانع چې د ۲۰کالو په اوږدو کې جوړې شوې وې له منځه یو وړل شوې.

د بیان آزادي او رسنیزې لاسته راوړنې:
په ټول هیواد کې دولتي او شخصي رسنۍ فعاله دي، ځیني شخصې رسنۍ که تړل شوي وي هغه د هغوی د خپلو مالکانو له لوري په خپله خوښه تړل شوي دي.

دا مهال چې څومره د بیان او رسنیو آزادي په افغانستان کې موجوده ده په اکثرو همسایه هیوادونو کې وجود نه لري.

د میرمنو کار او فعالیت:
په ټولو هغو اداراتو کې چې د میرمنو کار پکې اړین دی میرمنې پکې حضور لري، لکه تعلیم او تربیه، پوهنتونونه، عامه روغتیا، پولیس او ځینې تصویري او غږیزي رسنۍ.

همدا راز د په نورو برخو کې د میرمنو د کار او فعالیت پر داسې میکانیزم کار کیږي ترڅو د ښځینه کارکوونکو حیثیت او عزت پکې خوندي وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

There is another more than worst occupation of Panjab taken place now. Now, we’re under the occupation of the slaves of the real occupiers.

مجاهد

سید جانه دومره خو بیغیرته یاست چه طالبانو له ډاره دا خبره هم په انګریزی کی لیکی چه د بنچاب اشغال رامنځته شو پنجاب که دومره پیاوړی وی چه ستا ۴۸ لونډانو ته د ټولو مادی امکاناتو سره سره ماتی ورکوی بیا خو تاسی او ستاسی باداران ډیر غولن واست چه طالبانو او پنجابیانو له هیواده وشړلی او بیا هم ځانته ځوانان وایاست شرم وکړی.
Afghanistan is in freedom now alhamdullellah

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x