نړۍ

فلسطین : قذافي وړاندیږ کړی وو چي دالاقصی په بدل کي دي بل مسجد جوړشي

al_aqsa_mosque(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۴) دفلسطین قاضي قضات الشیخ الدکتور تیسیر التمیمي داول ځل لپاره دلیبیا داولس مشر معمرقذافي له مردار نیت او ارادي څخه پرته پورته کړه چي غوښتو یی دمسجد الاقصی په بدل کي کوم بل ځاي له دی څخه لوي اوښه مسجد جوړ کړي.

شیخ تیسیر زیاته وي چي په کال ۲۰۰۱ کی په عمان کي دفلسطین دقضیی دهوارولو په اړه یوکنفرانس رابلل شوی وو، چي په هغه کنفرانس کي دفلسطین له لوري په پلاوي کي دمذهبی یادیني ډلو په نمایندګي دمسلمانانو له لوري زه اودعیسایانو له لوري، مطران عطاءالله حنا برخه درلودله.

قذافي وویل چي یو ګډهیواد باید جوړکړل شي چي دیهودو اوفلسطنیانو یوګډهیوادبه وي، نوم به یی اسراطین وي، یعني اول جزبه یی له اسرایلو اودوهم جزبه یی له فلسطین څخه مشتق وي، او ددی لپاره چي مسجد اقصی ددي طرحی مانع واقع نه شي نوموړي زیاته کړه چي دمسجد اقصی په بدل کي باید بل ځاي تردغي لوی اوښه مسجد جوړکړل شي.

شیخ تیسیر زیاته وي ددغي طرحي په وړاندي کولو سره دعربي نړي حکمرانانو هیڅ عکس العمل ونه ښود، یواځي زه اودعیسایانو نماینده مذهبي مشر مطران عطاءالله له غونډه څخه ولاړشوو.

نوموړی زیاته وي کله چي زه اومطران له غونډي څخه ولاړشو، قذافي زمونږلوري ته وکتل اوراپسي ولاړشو وایی اول یی مطران  دصلیب له نشان څخه ونیوي او ورڅخه وپوښتل دغه صلیب دي څومره وزن لري اوڅومره قیمت لري، وایی مطران په ډیره حیرانتیا سره ورته وکتل اوورته یی وویل دانشان هیڅ قیمت نه لري ددغه نشان قیمت زما دین، زماعقیده اوزما معنویات دي، شیخ تیسیر وایی دلته ماته هم چانس په لاس راغي اوورته مي وویل، چي دمقدساتو هیڅ بدیل اوقیمت نه وي، مسجد اقصی زمونږ ددین عقیدي اوایمان یوه برخه مونږهیڅکله لدي څخه نه شو تیریدلای ستامرداره طرحه هیڅ دمنو وړنه ده اونه یی دفلسطین مسلمان ملت مني، مسجد الاقصی داسراومعراج دمعجزي مرکزي نقطه ده دریم لوی مسجد دي چي مسلمانان ورته راځي دمسملمانانو اولني قبله ده، وایی قذافي په ډیر قهرسره راته وکتل اوبغیر لدی څخه چی سلام وکړي اورخصت واخلي راڅخه ولاړي.

شیخ تیسیر التمیمي وایی له دغی غونډي څخه یوه میاشت وروسته ماته دقذافي له لوري بلنه راکړل شوه چي لیبیا ته ورشم، وایی مادغه خبره دفلسطین له صدر یاسرعرفات سره چي په ټول غونډو کی به یی د بیت له بیت المقدس څخه دفاع کوله شریکه کړه، وایی یاسر عرفات راته وویل مبارک دي شه، خو مخکي له دی څخه چی لیبیا ته سفر وکړم ښاغلي یاسرعرفات ته ورغلم چي ورسره ووینم که یی کوم پیغام درلود چي قذافي ته یی ورسوم، نوموړي وایی  له دي څخه مخکي چي له یاسرعرفات سره وینم په لیبیا کي دفلسطین سفیر استاذ بسام الاغا څوځلی راته تلیفون وکړ اوراته یی وویل چي ګوره خاماخواباید راشي ځکه چي داډیره مهمه بلنه ده خاص دقذافي له لوري بلنه درکړل شوی ده.

نوموړي وایی کله چي مي له یاسرعرفات سره وکتل هغه راته وویل لیبیاته مه ځه نوموړي وایی ما ورڅخه تفوس وکړ چی ولی باید نه شم لاړ، وایی یاسرعرفات راته وویل ددي لپاره دي ورغواړي چي کوم ضرردرته ورسوي، شیخ تیسیروایی زه حیران شوم چي ضرر ولی رارسوي څه می په کړی دي، یاسرعرفات راته وویل ته له ځانه سره فکروکړکله خو به دي په کوم مجلس کی دقذافي مخالفت نه وی کړي، وایی ما ورته وویل دعمان هیواد په کنفرانس کی چي په کال ۲۰۱۱ کي دایرشوی وو نوموړي دفلسطین دقضیی په اړه یوه طرحه وړاندي کړه مایی مخالفت وکړ، وایی یاسرعرفات راته وویل بس همدغه خبره ده.

قذافي غواړي لیبیا ته دي وروغواړي اوله تا څخه په دي طریقه سره ځان خلاص کړی اوهغه څه درسره وکړي لکه څرنګه چی یی له امام موسی الصدر سره کړي وو، نوموړی زیاته کړه دادقذافي عادت دي چي څوک یی مخالفت وکړ اویا دنوموړي په وړاندی حقه خبره وکړي له هغه څخه ځان خلاصه وي.

شیخ تیسیر التمیمی دخپلي وینا په اخیر کي دلیبیا عبوری شورای وستایله اوزیاته یی کړه هلیه لرم چي دلیبیا عبوري شورای به دنړي دغه لوی اووینه څښونکي مجرم ونیسي اویو عادلانه محکمي ته یی وړاندی کړی ترڅو دټولو کړنو بدله ځیني واخلي.

صحیفة الاهرام:         ژباړه بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،،،،، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x