افغانستان

ماليې وزارت: تېر حکومت څخه په میراث محض قرضونو ورپاتې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د ماليې وزارت وايي چې تېر حکومت څخه  په میراث محض قرضونه ورپاتې دي چې دوی د ځينو نورو ضرورتونو د پوره کولو له کبله يې تادیه ځنډولې ده.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د ماليې وزارت څخه نقل قول کړی او ویلي يې دي چې تېر حکومت یواځې د شرکتونو  ۳ میلیارده ډالر قرضدار دی.

د ماليې وزارت ویلي دي چې چونکې ضروري اولیه موادو ته رسیدګي دوی ته تر نورو شیانو اولویت لري نو د شرکتونو د قرضونو ورکړه يې ځنډولې ده او دوی کوښښ کوي چې په اینده کې يې ورکړي.

همدا راز ماليې وزارت ژمنه کړې چې د متقاعدو دولتي کارمندانو حقوق هم به ډير زر ورکړي.‎

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت په تېرو ۷۸ کاري ورځو کې  ۲۶.۹۱۵ میلیارده افغانۍ عواید جمع کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې یواځې د تېرې چهارشنبې (۲۶ لړم) باندې يې ۵۵۷ میلیونه افغانۍ عواید جمع کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د ماليې وزارت نن شنبه (۲۹ لړم) اعلان وکړ چې د دولتي مامورینو د تېرو درې میاشتو معاشات به سر له نن ورځې یوځايي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
مالیه وزارت ،افغانستان بانک مدیریت کول د مولوی او طالیب کار نه دی،افغانستان بانک او مالیه وزارت ته باید مسلکی کسان وګمارل شی،ځکه چه بشری بحران په تیزی سره په مخ راوان دی.هسی نه چه ولس راپاڅی طالیب او مولانا تر اسلام اباد هم پسی تیر کړی

ځیرک څارونکی

حیرانونکی ده، د امریکا کوتیان، کلینډران، پنچرمینان، د خارجی مملکتونو سګشویان، زنا کاران، لواطیان، د فحشاوو دلالان، مسلکی غله او لوټ ماران د مسلکی تر عنوان لاندی وزارت او دولتی اداری چلولی شی او مولوی او ملا او طالب نشی کولی. دا ولس خو اصلا باید ددوی په ضد راپورته شی او د محاکمی غوښتنه ئې وکړی چی د ولس په عزت ئې لوبی وکړی، بیت المال ئې حیف ومیل او لوټ او تالان کړ، په سلهاومیلیارده ډالره دملت سرمایه دوی خپله وتښتوله او په ملیاردونو ئې اوس بادارانو منجمده کړه او له دې سره سره ئې سیاسی او اقتصادی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا چه بایدن خپل غلام غنی ته ویل چه امریکا د جنګ فصل بدلوی جنګ نه پریږدی ، کیدی شی هدف یی همدا وو چه طالبان یی په نظامی ډګر کی مات نکړی شول بخپله مات شول او خپلو پشو خلاص کړل ، هدف به یی همدغه مالی بندیزونه ، دبانکو لوټ کیدل او نزدی د یو کال قرضو نه پری کول او د لسو بیلونو ډالرو منجمد کیدل او تبلیغاتو ته زور ورکول او داعش او مقاومت ته هغی خوا ، ایران او پاکستان له دی خوا ان تر چین او روسانو ټول څو مخی چلند کوی او د… نور لوستل »

طوطی

بیانزی دی په خیر راشی. څنګه ده په ارمان د امارت وې اوس یی ورته ټینګه کړه. طالب چی غواړی پاکستانی طالبان د پنجاب له سیکولر حکومت سره یو ځای کړی بیانو ته یی ولی مخالفت کوی آیا د کابل طالبان څه ملایکی دی؟ دادی ستا ارمان هم تر سره شو امارت راغی، څه عجیبه خوشبختی خلکو ته راغله، خلکو خپلی بستری او د کور نور سامان بازار ته وړاندی کړل، ټول په غم واوښتل لوږه، قحطی، مرص، بی امنی، اختطاف، په موټرو بار امریکایی وسلی پاکستان ته هر شپه اوړی، هر کفر اوکافر ته عزر او زاری کول چی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx