نړۍ

قطر امیر: د حماس په اړه د بانکي مون خبرې هېښونکي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني وايي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون د جمعې د ورځې وینا هېښونکې ده.

که څه هم اوربند د اسراییلو له لورې مات شو، خو بانکې مون يې پړه پر حماس واچوله.

حماس ویلي و چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه او خپل ولس حالت په کتنې سره یې د ۳ ورځو لپاره اوربند منلی دی، خو د څو ساعتونو دننه اسراییلو په غزه بیا بمباري پیل کړه او اوربند یې مات کړ.

قطري امیر زیاته کړې چې مخکې تر دې چې بانکې مون بیانیه ورکړي باید د اوربند د ماتونې په اړه يې کره څېړنې کړې وې چې چا مات کړی دی.

د قطر د امیر په وینا د بانکي مون د پیغام وروسته دا مالومیږي چې ملګري ملتونو د پېښو د تصدیق په اړه هيڅ ډول بې طرفي په نظر کې نه نیسي.

شیخ تمیم همدا راز د فلسطیني مسلمانانو د ټول وژنې، د کورونو او مکتبونو د ورانونې په اړه د ملګرو ملتونو چوپتیا په اړه خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي تمیم ملګري ملتونه د اسراییلو سره په دغه جنایت کې شریک ګڼلي دي.

شیخ تمیم په ولسونو غږ وکړ چې سرحدونو خلاص کړي څو د غزې د خلکو سره بشري مرستې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx