افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: امریکا په حقیت بنا اعتراف کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ وروستۍ څرګندونو کې په حقیقت بنا اعتراف کړی دی.

ټام ویسټ تېره ورځ پر خپل ټویټر اکونټ د بهرنیو چارو وزارت هغه پرانیستي لیک ته چې تېره ورځ يې د امریکا کانګرس ته لېږلی و ځواب ویلی و.

هغه ویلي وو چې افغانستان د اګست تر پنځلسمې وړاندې له سخت بشري ناورین سره مخ و او دغه بشري ناورین جګړې، وچکالۍ او کرونا وبا نور هم پسې خراب کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د ځانګړي استازي دغه څرګندونې په حقیت بنا اعتراف ګڼلی دی او ویلي یې دي چې «رښتیا هم اقتصادي ستونزي نوي حکومت ته په ميراث پاته شوي دي.»

هغه زیاته کړې ده چې «ښه به وي چي د ستونزو د حل لپاره هرڅوک خپل مسئولیت اداکړي.»

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت ‎د امريکا کانګريس په نوم پرانيستی ليک لېږلی و او په کې یې ویلي وو چې د کانګرس غړي بايد د افغانستان روان وضعيت درک کړي او پر حکومت فشار راوړي، چې د افغانستان نږدې لس ميليارده ډالره پانګه بېرته خوشې کړي.

افغان حکومت په دغه لیک کې د افغانستان د شتمنيو کنګل کول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼلې وه.

د دغه لیک په ځواب کې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي  ټام ویسټ وویل چې امریکايي چارواکو طالبانو ته دا له پیله څرګنده کړې چې که دوی د مذاکراتو پر ځای د نظامي زور له لارې واک ونیسي نو  ضروري غیربشري مرستې چې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره کیږي هغه به بندې شي او حاضره همدغه کار شوی دی.

تام ویست ویلي وو چې دوی له طالبانو سره ښکاره او بې پردې ديپلوماسي مخته وړي او طالبان باید مشروعیت او ملاتړ  په خپلو کړنو سره وګټي او هغه داسې چې ټولشموله حکومت جوړ، اقلیتونو، ښځو، نجونو حقوقو احترام وکړي او هم تعلیم او کار ته برابر لاسرسی ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ګرانو هيوادوالو غربى ملکونه په سر کې يې امريکا او د هغوي لاس پوڅي اسلامي هيوادونه او د هغوي مسلمان مريان په هيڅ ډول په افغانستان او اسلامي نړۍ کې يو سوچه اسلامي حکومت نشي زغملاى، نو اوس اسلامي امارت ته په کار دي چي د ټولو نه وړاندې د خپل مومن افغان ولس د ټولو قومونو وروڼو په شمول يو مقتدره حکومت رامنځته او د هيوادوالو د ښه راتلونکې او هوسا ژوند د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د اسلام د مقدس دین په رنا کې د افغانستان او افغانانو د ګټو په بنسټ خپل دریځ او پاليسي نړۍ… نور لوستل »

طاهر ثابت

طالبان باید جواب ورکړی وای چه دامریکا شرطونه دبین المللی دستور سره ټکر لری او باید بین المللی قانون ته غاړه کیږدی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x