نظــر

د بیان آزادي اسلامي ارزښت دی که دیموکراتیک نوښت؟

رحمت الله فیضان

په دې کې هیڅ شک او تردید وجود نه لري چې د بیان آزادي په اسلامي قوانینو او حقوقو کې منل شوی حقیقت دی او د امرباالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول هم شمیرل کیږي او په دې برخه کې هیڅ محدودیت وجود نه لري مګر د هغوکسان لپاره چي هدف یې منکراتو ته لاره هواره ول وي.

د بیان له آزادۍ څخه د خلافت راشده تر دورې پورې مسلمانان برخمن ول خو کله چې خلافت راشده په ملوکیت تبدیل شو مسلمانانو دا ارزښت له لاسه ورکړ د خلفاء راشدینو په وخت کې نه یوازې دا چې د بیان آزادي جرم نه بلل کېده بلکې فرض هم ګڼل کېده په هغه وخت کې د مسلمانانو وجدانونه بیدار او ژبې یې ازادې وې، د بیان د ازادۍ اصل ته په تعقیب سره که کله هم له یو لوړ پوړي مقام څخه خطاء صادریده خلکو د اعتراض حق در لود.

د حق اظهار (د بیان آزادي) نه یواې دا چې تهدید او توهین نه ګڼل کېدل بلکې تحسین او تمجید یې کیدل، منتقدین نه یوازې دا چې نه تهدیدل بلکې د قناعت وړ ځواب یې تر لاسه کاوه، خو کله چې خلافت له منځه ولاړ ملوکیت را منځته شو وجدانونه زنداني شول ژبې وتړل شوې پر ځای د امیران او والیانو تعریفونو او صفتونه رسم شول، هغو کسانو چې د حق ویلو هڅه به یې کوله تعذبیدل شکنجه کیدل او حتی وژل کیدل.
ورځ تر بلې د ظلم او استبداد پر ضد آوازونه په ستونو کې خفه کېدل، ورو ورو خلک له حق ویلو څخه څنډې ته کېدل، مروان بن حکم د مدینې والي و، حضرت مسور بن مخرمه یې په دې جرم بې عزته کړ چې ولې دې راته وویل چې هوایې خبرې مه کوه.

عبدالملک بن مروان د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په منبر اعلان وکړ: زه د دې امت د ناروغیو درملنه یوازې په توره کې وینم له دې وروسته که هرچا راته وویل اتق الله یعنې له خدایه وویریږه سر به ترې پرې کړم.

ولید بن عبدالملک یوه ورځ د جمعې خطبه دومره اوږده کړه چې آن د مازدیګر لمونځ هم نږدې و چې قضا شي، یو تن ورته وویل: امیرالمومنیه وخت ستا انتظار نه باسي د لمانځه د تاخیر په اړه به د خدای په حضور کې څه ځواب وایې؟.

ولید له منبره راښکته شو او سر یې ترې غوڅ کړ.

قرآنکریم او د بیان آزادي:
الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ
زمر -۱۸
هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغوی تر ټولو ښه پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل خاوندان دي.

په پورتني آیت کې د خبرو د اوریدو، له ښو خبرو متابعت بیان شوی دا ځکه چې انسان د حق او حقیقت کشفولو په برخه کې استماع او اقوالو ته اړتیا لري او وروسته د نېکې وینا اتباع، د حق او باطل تمیز د نظریاتو د تقابل په سیوري کې حاصلېدای سي.

همدا راز الله جل جلاله فرمایي:
ادعُ إِلىٰ سَبيلِ رَبِّكَ بِالحِكمَةِ وَالمَوعِظَةِ الحَسَنَةِ وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ
النحل -۱۲۵
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.

په پورتني آیت کې د تبلیغ او دعوت بهترینه لار حکمت او موعظه حسنه بلل شوې، کله چې په یوه ټولنه کې مخالف او د مخالف نظر خاوندان وجود ونه لري او ټول خلک په یوه نظریه وي نو حکمت او موعظه حسنه به هم هیڅ مانا ونه لري، له پورتني آیت څخه نتیجه اخلو چې دا آیت د هغې ټولنې لپاره دی چې هلته د خلکو نظریات، عقاید او آندونه له یو بل سره اختلاف ولري.

حضرت ابوبکر صدیق او د بیان آزادي:
حضرت ابوبکر صدیق ولس ته په خپله لومړنۍ خطبه کې د بیان د آزادۍ په باب ډاډ ورکړ او داسې يې ورته وفرمایل:
فانی قدولیت علیکم ولست بخیرکم ، فان احسنت فاعینونی، و ان اسات فقوموني.
پرتاسو والي ټاکل شوی، له تاسو بهتره نه یم که مي ښه کاروکړ مرسته را سره وکړئ که مې بد کار وکړ د نیکې لارې لارښوونه راته وکړئ ( والضعیف فیکم قوي عندي…. ) ستاسو کمزوری زما په نزد ځواکمن دی او ستاسو ځواکمن زما په نزد کمزوری دی.

عمر فاروق رضي الله عنه او د بیان آزادي:
یوه ورځ عمر فاروق په مجلس کې ناست و له خلکو څخه یې وپوښتل که زه د ځینو مسایلو په اړه تعلل وکړم تاسې به څه کوئ؟

بشر بن سعد ورته وویل: د دې غشي په څیر به دې نیغ کړو ، عمر رضی الله عنه ورته وفرمایل: تاسو ډیر د کار خلک یاست.

یوه ورځ عمررضي الله عنه د منبر پر سر وویل: ای مسلمانانو! که مې سر د دنیا پرستي پر لور کوږ کړ تاسې به څه را سره کوئ؟ د حاضرینو له ډلې یو تن پورته شو ویل: مونږ به هم خپلو تورو ته امر وکړو چې دا ډول کار…درسره وکړي.

امیرالمومنین ورته وفرمایل: یعنې سر مې غوڅوئ؟
ویل: هو سر درڅخه غوڅوو.

عمر رضی الله عنه وویل: د خدای رحمت دې وي درباندې او د خدای شکر آداء کوم چې زما ترلاس لاندې داسي کسان شته چې هرکله زه خپله لار کږه کړم نیغې لارې ته به مې را وبولي.

حضرت علي کرم الله وجهه او د بیان آزادي:
د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په مهال پنځه تنه په دې جرم ونیول شو چي خلیفه ته یې په ډاکه سپکې سپوري ویلي وي. د دې کسانو له ډلې څخه یو داسې کس هم و چې علي کرم الله وجهه ته یې د مرګ ګواښ کړی و، حضرت علي کرم الله وجهه د دې کسانو د آزادۍ حکم صادر کړ.
علي کرم الله وجهه ته وویل شول په دوی کې یو تن ستا د قتل ګواښ کړی، علي کرم الله وجهه ورته وویل: ایا دا شخص د قتل د ارادې په ابرازولو ووژنم؟.

بیا علي کرم الله وجهه ته وویل شول دې کسانو ستا په حق کې سپکاوی کړی علي کرم الله وجهه ورته وفرمایل تاسو هم کولی شئ چې سپکاوی وکړئ.

حضرت علي کرم الله وجهه خوارجو ته اعلان وکړ تر هغو به موږ تاسو له خپلو مساجدو نه منعه نه کړو او له مفتوحه اموالو څخه به مو بې برخې نه کړو ترڅو چې مو زموږ پر خلاف وسله نه وي پورته کړې.

حضرت معاویه رضي الله عنه او د بیان آزادي:
یو تن حضرت معاویه بن ابی سفیان ته سپکې سپورې وویلې، چا ورته وویل: د دې سړي په اړه دي ډیره حوصله وکړه، حضرت معاویه ورته وویل: ترڅو چې خلک زما او زما د حکومت ترمنځ حایل نشي یعنې زما د حکومت پر خلاف وسله پورته نه کړي تر هغوی به د دوی او د دوی د ژبو ترمنځ حایل نه شم یعنې د بیان آزادي به ترې وانه خلم.

حضرت امام ابوحنیفه رضي الله عنه او د بیان آزادي:
امام ابوحنیفه رضي الله عنه فرمایي افضل د شهداو حمزه بن ابی طالب دی او دوهم هغه شخص دی چي د ظالم حاکم په وړاندې خپل غږ پورته کړي او هغه له منکراتو څخه معروف ته را وبولي په دې لاره کې ووژل شي.

همدا راز امام رضي الله عنه فرمایي که یو شخص د عادل حاکم په وړاندي ودریږي سپکې سپورې یا د قتل ګواښ ورته وکړي د حاکم لپاره جایز نه دي چې دې شخص ته سزا ورکړي یايې زنداني کړي تر هغو چې وسلې ته یې لاس نه وي وروړی یا یې امنیت نه وي اخلال کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

په قلم مو برکت شه فیضان صاحب؛ هیله ده چی ستا دې خبرو ته د عمل جامه ورواغوستل شی. دهغه اوسنی د غرب مزدور عرب شیخان او داعشیان د همدغو مروانیانو لارویان دی او حتی تر هغو لا بدتر دی، د مروانیانو په وخت کې څه هم ظلم او تعدی وه اما مسلمان د کافر په وړاندی ذلیل، سپک او خوار نه ؤ اما ددوی په وخت کې خو مسلمان له همدغه بد حالت سره هم مخ دي. فإلى الله المشتكى

خوګياڼي

مګر ځنې رسنې لکه طلوع تلویزیون ملي يووالي په ضد او د افغان ولس په مينځ کې نفاق او تعصب ته باد پکى وهي او د متعصبو اشخاصو له خوا په فرا خبر په پروګرام دعوتوى او ورځنۍ تعصب اچولو کار ورځني اخلي. بايد حکومت د رسنيو د ناوړو کړو مخه ونیسي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx