افغانستان

عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): متحده عربي اماراتو نن په کابل کې خپل سفارت د بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانیستی دی.

عربي اماراتو د يوې اوږدې مودې راهیسې په کابل کې خپل سفارت تړلی و.

د افغان حکومت ویاند احمدالله وثیق د عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانيستې خبر تایید کړی دی.

هغه پر خپل ټويټر پاڼې لیکلي دي چې «متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت د خپل بیرغ په پورته کولو سره بېرته پرانیست».

وثیق د عربي اماراتو د سفارت بیا پرانیسته مثبت ګام بللی دی او ویلي یې دي چې یاد هیواد له افغانستان سره پخوانۍ ښې اړیکي لري چې باید نورې هم غښتلې او پیاوړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست رئیس فیضان الله ناصري هم تایید کړې چې عربي اماراتو نن په کابل کې د بیرغ په پورته کولو سره سفارت پرانیستی دی.

په کابل کې د عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دغه هیواد ته له کابل مستقیم پروازونه هم پیل شوي دي.

همدا راز څه موده وړاندې رسنیو راپورونه ورکړل چې افغان حکومت عربي اماراتو ديپلوماتان لیږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx