افغانستان

اریانا افغان انقرې ته پروازونه پيل کړل؛ لومړی پرواز نن ماښام رسیدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): اریانا افغان هوايي شرکت نن شنبه (۲۹ لړم) د ترکیې پلازمېنې انقرې ته لومړی پرواز وکړ.
د کابل-انقرې تر منځ پروازونه د تېر رژیم تر سقوط وروسته تړل شوي وو.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته وویل چې د اریانا افغان ایربس الوتکه نن ماښام انقرې ته رسېدلې ده.

هغه ویلي دي چې تر دې وروسته به د کابل-انقرې تر منځ نور پروازونه هم اجرا شي.

اریانا افغان هوايي شرکت په دې وروستیو کې اسلام اباد او دوبۍ ته هم پروازونه پیل کړي دي.

دغه شرکت په اونۍ کې دوه پروازونه کابل-اسلام اباد او ورځني کابل-دوبۍ ته کوي.

د کابل-دوبۍ پروازونه حاضره د کرونا د تستونو په اړه د عربي اماراتو له خوا د کرونا د تست په اړه د نویو شرایطو وضع کېدو سره مؤقتا ځنډول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرچېنو نن ټکی اسیا ته ویلي دي چې د کابل- دوبۍ د پروازونو لپاره ځيني شرایط وضع شوي دي چې ماشینونه یې حاضره په افغانستان د نشت برابر دي.

هغوی وايي چې دوبۍ ته د پرواز لپاره شرط دادی چې باید Abott ID Now په نوم تست باید په هوايي ډګر کې وشي او د مسافر د تست نتیجه باید منفي وي.

دوی وايي چې دغه شرط د کابل-ابوظبۍ تر منځ پروازونو لپاره نشته دی او کام ایر هوايي شرکت د عربي اماراتو دغه ښار ته پروازونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx