افغانستان

کابل ښار څخه ۲۷۱۸ معتادین راټول او درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د پلازمېنه کابل ښار څخه یې تر دوه نیمو زرو زیات معتادین راټول کړي دي.

قاري سعید خوستي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي دي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۷۱۸ معتادین راټول کړي دي او د تداوۍ لپاره يې د معتادینو د درملنې روغتونونو ته انتقال کړي دي.

نوموړي د سلګونو معتادینو انځورونه هم پر خپل ټویټر نشر کړي دي.

خوستي زیاته کړې چې یاد معتادین د معتادینو  څوارلس مرکزونو (OPD) او څوارلس داخل بستر روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا له یادو معتادینو څخه ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي او ځینې یې تر درملنې لاندې دي.

څه موده وړاندې د هلمند ولایتي مسوولینو هم په دغه ولایت کې د سلګونو معتادینو د راټولولو او د تداوۍ په موخه د معتادینو د درملنې روغتونونو ته د انتقال خبر ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx