روغتیا

خوست او کابل کې د پاکستاني ډاکټرانو له لوري د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): په خوست ولایت کې د پاکستان څخه راغلي ډاکټرانو د سترګو سلګونه ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

د پنجشنبې او جمعې په ورځو د نومبر په ۱۸او ۱۹مه نېټه د خوست د عامې روغتیا په دفتر کې د سترګو په وړیا کمپ کې د سترګو ۲۱۹ عملیات ترسره شوي او نږدې ۲ زره نور ناروغان معاینه شوي دي.

افغانستان سره د پاکستان د همکارۍ فورم PACF وایي چې په افغانستان کې روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې له ننګونې سره مخ کیږي، په ځانګړي توګه د سترګو موتیا یو له سترو ننګونو څخه دی.

فورم زیاتوي چې په همدې تړاو یې د یوې اونۍ لپاره په خوست او کابل کې د سترګو ناروغانو لپاره وړیا درملنې کمپ لګولی دی، چې ټولو ناروغانو ته وړیا درملنه وکړي.

دغه فورم زیاتوي چې د دوشنبې، سه شنبې او چهارشنبې په ورځ به د کابل په جناح روغتون کې د سترګو سلګونه ناروغانو درملنه وشي.

کابل میشتي او د نورو ولایتونو څخه د سترګو ناروغان کولی شي د سترګو معایناتو او یا هم عملیاتو لپاره په دغو ورځو کې د کابل جناح روغتون ته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx