ورزش

جلال اباد کې د کرکټ نوې اکادیمي پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کوچیان ناصري په نوم د کرکټ معیاري روزنیزه اکادیمي رسما پرانیستل شوه.

د کوچیان ناصري کرکټ اکادیمي په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لسمه اکادیمي ده چې د افغانستان کرکټ بورډ یو شمېر پخواني او اوسني کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو په پرانیستغونډه کې ګډون کړی و.

دغه اکادیمي ۸ ویکټې لري چې څلور یې خاورینې دي او څلور نورې یې له سمنټو څخه جوړې شوې دي، چې د توپ اچونې، توپ وهنې او ډګر ساتنې لپاره غوره او مجرب روزونکي ټاکل شوي دي.

همدارنګه دغه اکادیمي کې د لوبغاړو د فزیکي تکړښت لپاره جیم، لامبلو حوض، مسجد او د موټرو لپاره تمځای هم شتون لري.

ددې سربېره د شپې لپاره بشپړ بریښنایي سیستم فعال شوی، د خوراک لپاره ځانګړی کانتین، امنیتي کامرې او په یو شمېر نورو وسایلو مجهز او سمبال دی.

دغه اکادیمي د جلال اباد-تورخم په غځیدلي سرک د بیز اکمالاتي ترڅنګ د ختیځ صحت پلازمې ته څیرمه پرانیستل شوه، چې هره ورځ به د سهار له ۶ بجو څخه د شپې تر ۹ بجو پورې تمرینات ترسره کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx