ورزش

نړیوال جام کې د افغان نولس کلنې لوبډلې مهالویش په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا نولس کلنو ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ میاشت جنوري کې پېل کیږي.

ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د جنوري میاشتې په ۱۴مه نېټه په ویسټ انډیز کې د لوبډلو ترمنځ پېل شي چې د فبروري تر ۴مې نیټې به دوام وکړي.

په دغه نړیوال جام کې به د افغانستان نولس کلنه لوبډله ګډون کوي چې په دریم ګروپ کې د پاکستان، زمبابوې او پاپوا نیو ګیني لوبډلو سره یوځای ده.

افغان نولس کلنه لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۶مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړي، دغه راز په ۱۸مه نېټه د پاپوا نیو ګیني او د پاکستان نولس کلنو پر وړاندې به د جنوري په ۲۰مه نېټه سیالي ترسره کړي.

https://twitter.com/ACBofficials/status/1462049638412963848?s=20

افغان لوبډله د یادو سیالیو لپاره له تېرو دوه اونیو راهیسې په ننګرهار ولایت کې په تمریناتي کمپ بوخته ده چې شاوخوا دوه اونۍ به نور هم دوام وکړي تر څو د راتلونکي نړیوال او اسیا جام لپاره بشپړ چمتو والی ولري.

د افغانستان نولس کلنې لوبډلې تېره میاشت د بنګلدیش نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو او یوه څلور ورځنۍ لوبو سیریز ترسره شو چې په یو ورځنیو کې په ۳-۲ ماتې ومنله خو څلور ورځنۍ لوبه یې وګټله.

د نولس کلنې لوبډلې مشر روزونکی رئیس احمدزی وایي، چې په یادو تمریناتي کمپونو کې د لوبغاړو په هر اړخیزو مهارتونو کار کیږي چې د تمریناتو په پای کې به د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته غوره لوبډله وټاکل شي چې په دواړو سترو ټورنمنټونو کې به د هېواد ښه استازیتوب وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx