ورزش

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ سږکال یو ځل بیا سیالۍ کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې راتلونکې میاشت دیسمبر کې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو سیریزونه ترسره کیږي.

کرکټ بورډ وایي چې دغه لوبې به د دیسمبر په نیمایي کې پېل او د جنوري تر پېله دوام وکړي.

ټاکل شوې ده افغانستان لوبډله به د زمبابوې په کوربه توب درې یو ورځنۍ او ۵ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

له دې وړاندې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو سیریزونه ترسره شوي وو، چې افغان لوبډلې شل اوریزې لوبې په ۳-۰ او ټیسټ ۱-۱ مساوي کړې وې.

افغان لوبډلې په تير شل اوریز نړیوال جام کې ګډون کړی و چې له خپلو پنځو سیالیو څخه یې دوه بریاوې خپلې کړې. خو بل لوري ته زمبابوې دغه جام ته لار نه وه موندلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx