شعـــــرونه

استاد رشاد ته منظوم ليك

خالق رشيد

یادونه:
د ۱۹۹۵ کال د سپتمبر میاشت وه چې له جنګ ځپلي کابله په توره شپه کې ډیلي ته را ورسیدم، څو میاشتې مو په ډیرو سختیو کې د هندوستان د بیروکراسۍ پرلامل تیرې کړې، په ډیلي کې په هغو شپوکې استاد شاکر او ملي سوداګر آقامحمدخان ریس صاحب، هاتف صاحب او سناتورصاحب سلطان علومي، سربلند صاحب دوی ټول اوسیدل، خو زه خبر نه وم، ارواښاد شاکر صاحب یوه ورځ پوهنتون ته راغلی و، خو زه لاهم پوهنتون ته نه وم ورننوتی، له ډیرو شپو وروسته مې د ریس صاحب د زوی ګران متین جان له برکته ټول پیدا کړل، سره له دې چې سخت خواشینی وم، خو د دوی شته والي روحیه راکړه، ناسته پاسته مو سره پیل کړه، یوه ورځ ریئس صاحب راته وویل چې رشاد صاحب څو تنو ته ویلي ول چې موږ باید ستا پوښتنه وکړو، یو څوک په نن سبا کې کابل ته ځي که کوم لیک استاد ته لیږې ویې لیکه چې هم ستا درک ورمعلوم شي او هم یې زړه ستا له خوا ډاډه شي. ما دا کار وکړله، یوه لنډکي لیک سره مې دغه شعر ورته ولیکه چې نن یې له تاسو ګرانو دوستانو سره د علامه رشاد د زیږد په مبارکه سلمه کې له تاسو سره شریکوم او له پاک خدایه د هغه لوی انسان لپاره د فردوس جنت هیله کوم:

درنښت

ليك

په خوب دې وينم
ډير مې ياديږې
خداى دې د ژوند كښتۍ د خضر په چينه وروله.
خداى دې د لمر په شان ځلانده لره
چې شپه او ورځ مې د اميد په تكل
لكه د خداى ميلمه له زړه ونه وځې
ډيره موده وشوله
چې زه د سبزو د ځنګل په ګڼ كې كله كله
ستورو ته ګورم او شعرونه ليك
څو مې د زړه درد ديوې شيبې تسل ومومي
زه د ځنګل په ګڼ كې
د سلو، زرو ګروهو (يوه) ټكي ته
د ورځې څو څو ځلې سرټيټوم
اخ چې د (يوې ) ګروهې د مينې مستان
اوس د منصور د بچي شرنګ نه لري
هر يو چې ګورم د زيړۍ تبې زګيروي يې جګ دي
او د زيړۍ تبې په غم اخته دي
ددې ځنګل په ګڼ كې
دلته چې اور لګيږي شمعې بل دي
او پتنګان د لړمانو پر نيښونو باندې شمعو ته ګډاوې كوي.
دلته چې هر څه سپين وو
لكه د لمر رڼا پر سپينو زرو
كرار كرار ېې زوال ليږي د هيرښت په لوري
او د زنګيانو سيوري لويږي د (( رڼا)) په سيكه
څو يې نور څوك ددې ځنګل په منځ كې
په ارزښت ونه بولي….
په خوب دې وينم
ډير مې ياديږې
خداى دې د ژوند كښتۍ د خضر په چينه وروله.
دلته يو ګڼ ځنګل دى
كله چې ما دلته يو څو شيبې وكړلې
يو ورځ يو ښكلى سهار
دبام له سره مې ځنګل كتلو
لمر په كې ډوب، ډوب كيده
پر سره بدن يې د ځنګل لښتې
تغمې تغمې وې
آخوا مې سترګې په ناڅاپي توګه
د يوې لوړتيا لويۍ وروكاږلې
هغه چې اوس هم په دې ټول هند بار كې
ترځان لوړتيا نه مني
لكه د تاپه شانې…
هغه د قطب منار!
بله ورځ ښار ته ولاړم
هلته مې (خلك ) ليده
چې به بيا هر يوه پوښتنه كړله
ته له كابله راغلې؟
ته په كابل كې وې لا؟
هغه  رشاد چيرې و؟
هغه رشاد څنګه و؟
هغه رشاد ژوندى دى؟
هغه زموږ او تاسو ګډه هستي … !
ماښام چې بيا په ځنګل ننوتم
سپوږمۍ راوختله
هم هغه ښكلې سپوږمۍ
اه د شيرشاه د ځوانۍ
آه د لوديانو د شرنګ
هغه مې هم وكته
په هم هغه مهال کې
په هغه نرمه او خوږه شيبه كې
د يوه سپيڅلي احساس په غيږ كې
پوه شوم چې دوه نومونه
د يوه اميد په لوري ما خوځوي
او لكه چې راته يو څوك وايي:
هو، دغه دوه نومونه ډير اوچت دي
ډير اوچت دي:
هو، يو د قطب منار
او بل تلپاتې (رشاد)!

نوې ډيلى، نهرو پوهنتون

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx