افغانستان

له کابل څخه تښتول شوی ماشوم په کندهار کې وژغورل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): امنیتي ځواکونو په کندهار کې هغه تنکی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی چې څو ورځې وړاندې له کابل څخه تښتولی ؤ.

د کندهار امنیه قومندان مولوي محمودي وايي، د مجیب الرحمن په نوم دغه ماشوم چې انسان تښتوونکو له کابل څخه تښتولی ؤ او د خلاصون په بدل کې یې د پنځه لکه ډالرو تاوان غوښتنه کوله، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

نوموړی زیاتوي په دغو عملیاتو کې یې د(پښتون ولد عبدالواحد، نورمحمد ولد عبدالهادي او ګل محمد ولد داروخان) په نوم درې تنه انسان تښتوونکي هم نیولي دي.

https://twitter.com/IeaOffice/status/1462268539897798656

د ژغور شوي ماشوم اکا عبدالصمد د خپل وراره د تسلیمولو پرمهال د کندهار له امنیتي مسئولینو څخه مننه وکړه چې دده وراره یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل کې د اسلامي امارت د کشفي او امنیتي ارګانونو لخوا د غلو او انسان تښتوونکو پرضد عملیات چټک شوي او په ترڅ کې یې په لسګونو غله او اختطافر نیول شوي دي.

د تیرې شنبې په ورځ هم د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست لخوا د کابل ښار په کارته نو سیمه کې یو ماشوم د اختطافګرو له منګولو څخه ژغورل شوی ؤ او په دې تړاو یې دوه تنه انسان تښتوونکي هم نیولي وو.

دوه ورځې وړاندې د کابل امنیتي مسئولینو د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د سهراب په نوم یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورلو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د غلا او انسان اختطاف پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د اسلامی امارت نه هيله کوو چی همدا اختطافچیان په دار وزړوی ترڅو نورو ته د عبرت سبب وګرځی.

احمدشاه

که شرعی نظام دی باید چی شرع دی پی جاری سې

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx