افغانستان

د برتانیې لومړي وزیر له افغان حکومت سره جوړجاړی ضروري وباله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسون وايي، افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره انګلستان باید د افغانستان اسلامي امارت سره د جوړجاړي لاره ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې د برتانیې په پارلمان کې د وینا پرمهال کړي او ادعا یې کړې چې کیدای شي طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب ونه کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې هغوی اوس د افغانستان واکمنان دي.

جانسون د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل نه کولو نظر سره کلک مخالفت څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې باید د افغانستان له نوي حکومت سره ګډ کار وکړي.

د برتانیې لومړی وزیر په داسې مهال د افغانستان له نوي حکومت سره پر تعامل کولو ټینګار کوی، چې د اسلامي امارت چارواکو هم په له نړیوالو سره د ګډ کار کولو لپاره چمتووالی ښکاره کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني هم د برتانیې د لومړي وزیر څرګندونو څخه هرکلی کړی او د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ رسمي تعامل یې له نړۍ سره د اړیکو د ښه کولو لپاره مهم بللی دی.

سمنګاني وايي، اسلامي امارت د تفاهم او خبرو دروازه د ټولو هېوادونو پرمخ پرانیستې ده او که چیرې کومه ستونزه یا ننګونه وي کیدای شي هغه د خبرو له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مختلفو بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو او لیکونو استولو له لارې د سیمې، ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره د رسمي اړیکو فعالولو او رسمیت پېژندلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي، چې مثبتې پایلې یې لري؛ خو تراوسه کوم هېواد دېته نه دی حاضر شوی ترڅو د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپيژني. په ورته مهال په تازه مورد کې اروپايي ټولنې او امریکا په کابل کې په یو ډول د خپلو سیاسي استازولیو د فعالولو خبر په داسې مهال ورکړی، چې متحده عربي امارتو تیره ورځ په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسرور

بس همدومره تاسو ته بس ده چه کافر مو زغملی شی
همدا ارتداد مو بس دی

ځیرک څارونکی

د خپلو مرتدو ملایانو او عالمانو او رهبرانو نه مو څنګه کړی له هغوی نه مو له ارتداد نه د توبی ایستلو سند اخیستی او کنه ځکه هغوی خو هم د مرتدو عربو شیخانو په پیسو په جزیرة العرب کي غیرمقلدیت زده کړ او بیا ئې دلته را نقل کړ، هغوی چی له ډیر پخوا نه هلته تګ او راتګ لری او حتی اوس هم له هماغه ځای نه ورته پیسی راځی څنګه له ارتداد نه ئي توبه ویستی او کنه او د آل سلول او نورو عربی خلیجی ممالکو له شیخانو سره له معاملی او تعامل نه ئې لاس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx