افغانستان

د افغانستان په ختیځ کې ۱۳۵ زرو تنو ته بشري مرستې رسول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د افغانستان په ختیځو درې ولایتونو کې یې ۱۳۵ زرو تنو ته بشري مرستې ویشلي دي.

یاد دفتر نن د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تیرو درې میاشتو کې یې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې یولک پنځه دیرش زره، یوسل او څلور اتیا(۱۳۵۱۸۴) کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه راز څرګنده کړې چې په تیرو اونیو کې د افغانستان په سویلي او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بمي چاودنو او لاسي بمونو د ویشتلو له امله ځینې خلک ټپیان شوي، چې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د جومات دننه وروستۍ چاودنه یې د بیلګې په توګه یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته کابو هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې له اړو او بې وزله خلکو سره د مرستو لړۍ جریان لري او تراوسه له سلګونو زرو خلکو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x