روغتیا

اروپایي هېوادونو کې د کرونا چټک خپرېدل، د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): په اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې چټکې مخ پر زیاتېدو دي چې ددغه وضعیت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر ډاکټر ډاکتر هانس کلوګ رسنیو ته ویلي چې که د ویروس مخنیوي لپاره بیړني ګامونه پورته نه کړل شي تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې به ۵۰۰ زره نور کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ډاکتر هانس کلوګ خبرداری ورکړی چې د ژمي موسم، د واکسینو کمښت او د کرونا ویروس ډیلټا بڼې له کبله په راتلونکې نږدې کې ناورین رامنځته کېدلی شي، نوموړي زیاته کړې چې د سملاسي ګام پورته کولو لپاره د ماسک کارول اړین دي.

دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د ریکاډ کچې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، چې په ځينو هېوادونو کې بندیزونه اعلان شوي دي.

د اروپا برخې مسئول ډاکتر هانس کلوګ د اوسني وضعیت د کنترول لپاره د کرونا واکسین لازمي کولو پرځای د نورو لارو عملي کول اړین بولي، هغه وایي د واکسینو زیاتوالی، د عامې روغتیا د بنسټیز اقدامات او نوې طبي درملنې عملي کول په ویروس د اخته کېدو مخه نېولی شي.

دا په داسې حال کې چې په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا واکسینو اجباري کېدلو پر ضد پراخ لاریونونه پېل شوي دي. په دغه هېوادونو کې اتریش تر ټولو وړاندې دی چې د فبروري میاشتې څخه به واکسین قانوني غوښتنه وي.

دغه هېواد کې د جمعې په ورځ شاوخوا ۱۶ زره کسان په کرونا اخته شوي دي. دوی د دوشنبې ورځې څخه په بشپړ هېواد کې د ګرځبندیز اعلان کړی چې د دیسمبر تر ۱۲مې به دوام وکړي.

ددې سربېره په چک جمهوریت، جرمني او سلواکیا کې هم کې د هغو کسانو پر وړاندې چې واکسین شوي نه دي محدودیتونه وضع کیږي. په یادو هېوادونو کې د کریسمس د رخصتۍ په جشنونو هم محدودیتونه وضع کیږي.

ډاکتر هانس زیاتوي، «د واکسینو د جبري کولو وړاندې د کووید-۱۹ پاس په څېر نورې وسیلې شتون لري چې د ازادۍ محدودیت نه، بلکې د فردي ازادۍ ساتلو وسیله ده».

تېره ورځ په برتانیا کې له ۴۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي او ۱۲۰ ناروغانو خپل ژوند بایللی، ددې سربېره په روسیه کې هره ورځ له ۱۲۰۰ زیات کسان د کرونا اړوند ناروغیو څخه مري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx