نړۍ

سعودي عربستان: دعوتګران بايد پر دندو له پيلولو مخکې امنيتي شرايط پوره کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل:) سعودي رسنۍ د کورنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله وايي، چې نوموړي هېواد کې بايد هر نوی امام او دعوتګر د امنيتي شرايطو له پوره کولو وروسته جوماتونو کې خپلې دندې پيل کړي.
سعودي عربستان څخه خپريدونکې «الحيات» ورځپاڼې ليکلي، چې دغه امنيتي پوښتنې ګروېږنې به د سعودي عربستان مرکزي او ولايتي استخبارات کوي.
الحيات ورځپاڼې د چارواکو له قوله ليکلي، د دې شرايطو موخه دا ده، چې نوي امامان او دعوتګران بايد د جمعې په ورځو کې خلکو ته خپلو ويناوو کې داسې خبرې وکړي، چې د خلکو په ذهنونو مثبتې اغېزې وکړي.

سعودي چارواکو دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې تېره مياشت د سعودي عربستان سويل کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله وال بريد په نتيجه کې د يو جګپوړي افسر په ګډون څو امنيتي چارواکي وژل شوي وو.

له پېښې وروسته د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزارت ټولو امامانو او خطيبانو ته لېږل شوې پاڼه کې ويلي و، چې خپلو ويناوو او خطبو کې نوموړی بريد وغندي او دا کار د اسلام او هېواد ضد کړيو کار وبولي؛ مګر يو شمېر ملا امامانو د چارواکو له نوموړې غوښتنې سترګې پټې کړې وې او دغه بريد يې نه و غندلی.

هغه مهال چارواکو ويل، چې پلازمېنه رياض کې ۱۷ امامانو د مذهبي چارو د وزارت غوښتنه له پامه غورځولې وه.

يو شمېر سرچينې وايي، د سعودي عربستان له سلو زياتو امامانو د چارواکو دغه غوښتنه نه وه منلې، چې خپلو ويناوو او خطبو کې دې پر امنيتي پوسته وسله وال بريد وغندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muslem

الحمدلله د اسلامی ځواکونو همدا دنده ده چې دغه خبیثان ووژنی او له منځه یوسی الله دی سعودی ددغی مرتدینو څخه خلاص کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x