نظــر

انساني سرچینه او روښانه راتلونکې

توحيد علي عظيمي

د هيوادونو ابادي په خپلو سرچينو ترسره کيږي او د نوموړو سرچينو کارونه کار رامنځته کوي. کار د اقتصادي پرمختګ اساسي بنياد دی نو د کار څخه د مخه لومړی باید سرچینه وپيژندل شي چې کومه يوه یې د هيواد په پرمختګ کې رغنده ونډه لري. د نړۍ ټول هېوادونه يو څېر سرچینې نه لري او له همدې امله د دوی ترمنځ د ځواک لوی توپيرونه شتون لري. د سرچينو ډولونه مختلف وي چې عبارت له انساني، انرژیکي، معدني، کرنیز او وغيره دي.

د دوی ترمنځ تر ټولو اړينه انساني سرچینه ده. د انساني سرچینې تنظيم او کارونه هيوادونه له ابدي استعمار څخه خلاص وي. په انرژیکي سرچینو تکیه کولو د سعودي عربستان او نور عربي هيوادونه چې يوازې د تېلو پر استخراج متکي دي. په معدني سرچينو تکيې مثال د افريقايانو په څېر وي چې د پيړۍ په تيريدو بيا هم له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.

د سرچينو يو بل سره تړل او بيا ترې ګټه اخيستل يو ثبات لرونکی اقتصاد رامنځته کوي. مونږ په افغانستان کې معدني سرچينې ډيرې لرو خو انساني سرچینې چې له مدنې سرچينو څخه ګټه پورته کړي نه لرو. که معدني سرچينې د کارونې لپاره که د نورو په واک کې ورکړو نو په موقته توګه د حل لاره ده خو په اوږد مهال کې هيواد د بې ثباتۍ عامل هم کيدلی شي ځکه هغه ګټه چې مونږ یې باید ترلاسه کړو په لاس نه راځي.

انساني سرچینه هغه سرچینه ده چې د قلم په څوکه ځواک ساتي او له معدني او نورو سرچينو څخه ګټه پورته کوي. که تاسو متوجه ياست د ايران له انقلاب وروسته ایران ته F4 جنګي جيټ الوتکې ورپاتې شوې وې، دوی مسلکي کدر نه درلود چې خپل وسایل جوړ کړي چې حتی د عراق په جنګ کې يې مزایل هم نه درلوده چې خپله دفاع پرې وکړي، له ډير اوږد جنګ څخه وروسته متوجه شو چې تېل او نوره انرژي دوی له نورو خلاصولای نشي نو دوی د انرژۍ په شتون کې پدې فکر شو چې باید خپل وسايل او فن ته پرمختګ ورکړي. د ايران او عربي هيوادونو ترمنځ توپير په همدې کې شو چې عرب يوازې په يوه انرژۍ تکیه شو.

په افغانستان کې د امریکا څخه پاتې وسايل پاتې شوي چې اوس مهال د ډيرو سره نشته دی مګر د وخت په تېرېدو سره اوسنۍ ټکنالوژۍ په ځای پاتې کیږي او له دې محکمه او پرمختللې ټکنالوژي به رامنځته شي ځکه نو په اوسنيو وسایلو او امکاناتو باندې راتلونکې سمه نه بريښي. مونږ باید د افغانستان راتلونکي ته قلم په ميراث پریږدو ترڅو بيا ځلي دومره بې وسي نشو چې د هر چا تر پښو لاندې راشو. مونږ بله لاره نه لرو ځکه د اتومي قدرتونو په منځ کې پراته يو. که مونږ په دې تمه يو چې نړۍ مو ماته کړه بیا به څوک نه راځي دا دلیل مناسب نه دی ځکه له دوی مخکې هم ډير راغلي وو که له تاريخ څخه يې ګټه اخیستله نو اول به روسان او بيا امريکا نه راتلل بلکې هر يو يې د خپلو ګټو لپاره راغلي وه او په راتلونکي کې به هم د خپلو ګټو لپاره راځي، اوس نو چې څنګه په راتلونکي کې له بل جنګ څخه خلاص شو بهتره ده چې خپله انساني سرچینه منظمه کړو. د کدرونو فرار او مسلکي بنسټونو له بيخه ويستل د يوې تورې تيارې پيغام له ځانه سره لري. ځوانان او تحصيل يافته ځوان قشر ته باید لاس ورکړل شي تر څو دا کړیدلی ملت او وطن په دایمي توګه له احتیاج څخه خلاصون ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx