افغانستان

تر راتلونکو څو ورځو به کابل کې د پاسپورټ د ویش چارې بیا پیل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به پلازمینه کابل کې د پاسپورټونو د ویش چارې بیرته پیل شی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي رسنیو ته ویليو چې د بایومتریک ماشین د تخنیکي ستونزو له حل وروسته په راتلونکو ورځو کې د پاسپورټونو ویش پیلیږي؛ خو د بیا پیل د کره نیټې په هکله یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوي عالم ګل حقاني تیره اونۍ په بایومتریک ماشین کې د تخنیکي ستونزو له امله په مرکز کابل کې د پاسپورټونو د ویش بهیر د ځنډولو خبر ورکړی ؤ.

په ورته مهال هغه شمېر افغانان چې ناروغان لري او غواړي له هېواده بهر د درملنې لپاره ولاړ شي ویلي چې د پاسپورټونو د ویش بهیر ځنډېدو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.

باید وویل شي چې په مرکز او ولایاتو کې د پاسپورټونو ریاست ته هره ورځ په زرګونو مراجعین راځي او د پاسپورټونو د دفترونو مخې په لویو کتارونو کې کرۍ ورځ انتظار باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
طالیب چارواکی حکومت کولو او خلکو ته خدمت کولو باندی نه پوهیږی،کله یی پاسپورتونه بند وی،او کله بل شی،طالیبان باید حکومت مسلکی کسانو ته وسپاری،او یا دوی د په خپله حکومت کول او د خلکو خدمت کول زده کړی ،هسی نه چه دا ولس یی په کوتوکو شنه کړی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx