ورزش

مانچسټر یونیټډ خپل روزونکی «اولي سولشار» له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د انګلستان پریمیئر لیګ مشهور کلب مانچسټر یونیټډ اعلان وکړ چې د لوبډلې روزونکی «اولی ګنر سولشار» یې له دندې ګوښه کړی دی.

د شنبې په ورځ د واټفورډ کلب پر وړاندې د ۱ په بدل کې د مانچسټر یونیټډ په ۴ ګولونو ماتې بالاخره ددې لامل شوه چې خپل روزونکی لرې کړي.

د مانچسټر یونیټډ کلب د روان سیزن تر پایه د نوي روزونکي د نه ټاکلو پریکړه کړې، د اوس لپاره یې دارین فیلچر د محدود وخت لپاره روزونکی ټاکلی خو په پام کې لري د داخلي روزونکو څخه به یو د سږني پړاو لپاره پر دنده وګماري.

اولي سولشار د مانچسټر یونيټډ لپاره په ۱۶۸ لوبو کې د روزونکي په حیث دنده ترسره کړه، چې ۹۲ بریاوې یې خپلې کړې، دغه راز ۳۵ لوبې مساوي شوي او په ۴۱ کې له ماتې سره مخ شوی دی، خو په هیڅ جام ګټلو بریالی نشو.

د نوموړي لپاره وروستۍ څو اونۍ سختې وې چې له خپلو ۷ لوبو څخه یې په پنځو کې ماتې منلې ده.

اولي سولشار له تېرې اوږدې مودې راهیسې له سختو نېوکو سره مخ و، خو په داسې حال کې له دندې ګوښه شو چې لوبډله یې په جدول کې د لومړي مقام چیلسي کلب سره په ۱۲ پواینټونو توپیر وروسته په ۷م مقام ده، چې نشي کولی لومړی مقام خپل کړي.

مانچسټر یونیټډ کلب د روان کال په جولای میاشت کې د اولی سولشار سره د درې کالونو لپاره تړون ددې لاسلیک کړ چې تېر کال د مانچسټر سیټي څخه وروسته دوهم مقام خپل کړی و، او په سږني پړاو کې به لا غوره کارکردګي وښيي، د همدې لپاره یې د لوبغاړو د پېر او پلور په کړکۍ کې یوازې په دوه لوبغاړو ۱۳۴ ملیونه ډالر ولګول.

په هر حال، یاد روزونکی د کلب د توقعاتو سره سم پرمخ نشو ولاړ، چې بالاخره یې د ګوښه کولو پریکړه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx