نړۍ

دعبوری شورای ځواکونه دقذافي اخری مرکز باب العزیزیه ته داخل شول

110823220015__gadhafi_336x189_ap_nocredit(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۴) طرابلس: نن دشپی ناوخته دعبوري شورای ځواکونه دطرابلس په مرکزیی برخه کي باب العزیزیه ته څيرمه دقذافي اخري ارام ګاه ته هم داخل شول، وسلوالو کسانو دقذافي دخاصي وداني په شااوخواباندي هوایی ډزي کولی خوشحالی یی څرګنده وله، بلی خواته بیا ځيني وسلوالو دقذافي دوداني په عمومي دروازه کي دقذافي هغه ستره مجسمه چي په زرو باندي پوښول شوی وه راغورځولی وه سریی ځیني پری کړی وو، دودانی مخکي یی په لغتو واهو.

عیني شاهدان وایی له پنځو ساعتونو سخت مقاومت څخه وروسته دقذافي مخالفو وسلوالو وکولای شول چي دباب العزیزیه مرکزي دروازه په ولکه کي راولي، اوس نوموړي وداني ته داخل شوی دي، خووداني کی یی خپله قذافي اویاهم دنوموړي دکورني له غړیو څخه کوم څوک نیولی ندي، قذافي له خپلو څلویښتو ساتونکو (ښایسته پیغلو) سره یوځای نادرکه ده، دنوموړي زوی سیف الاسلام تیره ورځ دیوه هوټل مخکي چيري چي ډیری خبریالان پاته کیږي ولیدل شو چي خپلو پلویانوته یی خبري کولی، نوموړي په خپلو خبرو کي له باب العزیزیه څخه شاته کیدنه یو جنګي تاکتیک وباله اوزیاته یی کړه چي زمونږ وسلوال ځواکونه دکوم تکتیک له مخی شاته شوی دي، ترڅو په ښارکي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي، سیف الاسلام هم  زیاته کړه داچي مخالف ځواکونه ښارته راننوتلي دي، دازمونږ له لوري یو جنګي تاکتیک وو، اوس ټول مخالفین دام کي ګیرشوي دي اوله سختي مرګ ژوبلي سره مخ دي.

تیره شپه بیا دنوموړي پلار قذافي هم دهیواد دملي رادیو له لوري قوم ته وینا وکړه،قذافي زیاته کړه زمونږځواکونه طرابلس کي موجود دي هیڅکله به دښمن ته تسلیم نشو، نوموړي دخپلو خبرو پروخت یوځل بیا له مخالفینو سره دخبرو غوښتنه وکړه اوزیاته یی کړه که مخالفین دخبرو له لاري مشکل حل نکړي اونوره جنګ ته لمن ووهي مونږدومره ځواک لرو چي په لسګونو کلونو نورهم وجنګیږو نوموړي زیاته کړه نوردي نړیوال مونږ دي ته نه اړباسي چي طرابلس په اورغوځونکو غرونو باندی بدل کړو.

له بله لوري په لیبیا کي دناټوځواکونو ویلی دی چي تیره ورخ یی الوتکو ۲۴ ساعته الوتني کولی خوکوم هدف یی نه ده په نښه کړي، پرلیبیا باندي دناټوځواکونو دهوایی قواوو قومندان زیاته کړه چي دجنګ له پیله بیا تراوسه پوري دناټوهوایی ځواکونو دلیبیا پرحریم باندي ۲۲زره الوتني کړی دي اوددغو الوتنو په ترڅ کی یی تراوسه پوري ۵ زره عسکري هدفونه بمباري کړی دي.

بخت الرحمن بخت……… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x