افغانستان

بادغیس: غورماچ کې يو قومندان خپلو دېرشو وسله والو سره د طالبانو ليکو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل:) د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې وينا پاڼه کې څرګنده کړې، چې د غور ولايت غورماچ ولسوالۍ کې يو دولتي قومندان له خپلو دېرشو وسله والو سره د طالبانو ليکو ته ورغلی دی.

ښاغلی احمدي زياتوي، چې د قومندان حبيب الله په نوم مشهور سيمه ييز قومندان د دوی ملګرو سره يو ځای شوی او هوډ يې کړی، چې د ژوند تر پايه به د دوی ملګری وي او دوی سره به خپلو همکاريو او مرستو ته دوام ورکوي.

د احمدي لخوا رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې قومندان حبيب الله پنځه پيکاوې، درې راکټ لانچرونه، يو هاوان، ۲۳ کلاشنکوفونه او ګن نور پوځي توکي طالبانو ته سپارلي دي.

په دې وروستيو کې د هېواد ګڼو سيمو کې دولتي مامورين، د ملي اردو عسکر، پوليس او اربکيان د طالبانو ليکو ته ورځي او خپلې دندې پريږدي.

طالبانو د خپلو تشکيلاتو په ترڅ کې د دعوت و ارشاد او جلب و جذب کميسيونونو له لارې هڅې کوي، چې خلک له دولتي دندو راوباسي او خپل شخصي ژوند پيل کړي او يا هم د طالبانو ليکو ته ورشي.

د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x