نظــر

په افغانستان کې د اردو مخينې ته لنډه کتنه

ابو الیاس جهادوال

د افغانستان پر ټوله خاوره د اسلامي امارت له واکمنېدو او د امريکا په مشرۍ د نړيوال زبرځواک له ملاتړه برخمنې اردو له منځته تلو وروسته، د نوې اسلامي اردو د جوړيدو چارې پيل شوي دي. د مسئولانو په خبره دغه نوې اسلامي اردو به د کميت له پلوه محدوده خو د کيفيت له پلوه به په اسلامي او ملي روحيه  او عصري تجهيزاتو سمباله وي.

دا چې اوس مهال د نړۍ ډېری هېوادونه د خپلې بقاء او ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو له ‌پاره د اردو تشکيلات لري، څو د بهرنيو يرغلونو پر مهال له خپلې خاورې دفاع وکړي، خو تاريخ ته په کتو افغانستان کې ډېری مهال هغه پوځونه چې د هېواد د دفاع لپاره روزل شوي، برعکس د هېواد د دفاع پر ځای له اشغالګرو سره يوځای شوي او د اصلي دندې پر ځای يې چې د خاورې او ځمکنۍ پشپړتيا ساتنه ده، د ټوپک شپېلۍ يې پر خپلو خلکو رااړولي دي چې ښه بېلګه يې په تېرو شلو کلونو کې د ملي اردو په نوم هغه ځواکونه وو چې د اشغالګرو له خوا جوړه شوې وه او تر پايه د هغو د ګټو لپاره وجنګيده خو له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د ورځو په ترڅ کې له منځه لاړه.

همدارنګه تر دې مخکې د شوروي اتحاد د سلاکارانو او استادانو له ‌خوا روزل شوې او تمويل شوي د خلق او پرچم ګوندونو اردو هم تر پايه د شوروي اتحاد او د هغوی د متحدينو په ملاتړ وجنګيده او د اشغال له پای او کمونست پلو رژيم په له منځه تلو سره يا خو له منځه لاړه او يا يې هم د هغو ګوندونو او ډلو ټپلو په ملاتړ وجنګيده چې د کورنيو جګړو په ترڅ کې يې افغانستان د قدرت په څو جزيرو وېشلی وو او هېواد يې د تجزيې له خطر سره مخ کړی وو.

په دغه ليکنه کې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان د اردو مخينې او هغه مواردو ته اشاره کوو چې د اردو د سياسي کيدو او له منځته تلو لامل شوي دي.

افغانستان د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د قومي او نامنظمې اردو تشکيلات درلودل چې کله يې  د هېواد د سرحدونو او خلکو دفاع کړې او په ځينو مواردو کې يې برعکس د ملي او اسلامي ارزښتونو پرضد کارول شوې ده.

افغانستان کې په لومړي ځل په اتلسمه پيړۍ کې د ميرويس خان نېکه د واکمنۍ پر مهال منظمه اردو رامنځته شوه. دغې اردو په ۱۷۰۹ ـ ۱۷۱۵ کلونو کې د ميرويس خان په مشرۍ د ايراني اردو پر وړاندې وجنګيده چې وروسته د هغه د زوی شاه محمود هوټکي د واکمنۍ پر مهال (۱۷۱۵ ـ ۱۷۲۵ کلونه) ځواکونو چې شمېر يې ۲۸ زره ته رسيده، د ايران پر اصفهان ښار بريد وکړ او دغه ښار يې ونيوه. دغې اردود زنبورک په نوم څو توپونه او محدود شمېر جنګي وسايل او تجهيزات درلودل.

له هغه وروسته ( ۱۷۴۷ ـ ۱۷۷۲ کلونه) د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال د منظمې اردو د بنسټ ډبره کيښودل شوه چې د توپچي، سپرو او پياده څانګو په درلودلو سره  يې منظم تشکيلات درلودل او مشري يې سردار محمد جهان خان پوپلزي کوله.

دغه اردو د ټينګو ديني او ملي اعتقاداتو پر بنسټ روزل شوې وه، چې له امله يې څو ځله پر دې وتوانيده چې پر هندوستان بريد وکړي او پاني پت فتح کړي.

دغه منظم ځواکونه د تيمورشاه او زمان خان تر زمانې هم په خپل ځای پاتې وو خو له هغوی څخه په کورنيو جګړو کې د يو بل پر وړاندې استفادې له امله وپاشل شوه.

د افغانستان دويمه منظمه اردو:
د احمدشاه بابا منظمې اردو انحلال او کورنۍ جګړې د دې لامل شوې چې د سدوزيو قبيلې نظام سقوط او هېواد کې د بهرنيو هېوادونو مداخلې او لاسوهنې ته زمينه برابره شي. چې له امله يې د امیر دوست محمد خان تر سلطنت پورې په افغانستان کې ګډوډيو او ملوک الطوافي ته زمينه برابره شوه. خو د امير دوست محمد خان حکومت په دويم پړاو  کې( ۱۸۰ ـ ۱۸۶۱ کلونه ) يو ځل بيا د منظمې اردو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې شمېر يې ۳۰ زره کسانو ته رسيده او امير ورڅخه د خپلې واکمنۍ ټينګښت لپاره کار اخېست. له هغه وروسته د امير شيرعلي خان د دويمې دورې واکمنۍ پر مهال د يوې بلې منظمې او دايمي اردو د بنسټ دبره کېښودل شوه. په دغې اردو کې شاملو کسانو نظامي زده کړې او متحدالشکله جامې او يونيفورم درلود.

امير شيرعلي اردو درې مهمې برخې ( پياده، سواره او توپچي) درلودې او مرکز يې د کابل په شيرپور کلا کې و. د د غې اردو۵۷ زره پياده او د ۵۰ زرو په شاوخوا کې سواره، غرني  او پل وهوونکي ځواکونه درلودل چې په دايمي توګه ګمارل شوي وو. دغه اردو هم وروسته د امير د غفلت او د انګريزانو پر وړاندې د مبارزې له امله له منځه لاړه.

د افغانستان دويمه اردو:
د امير شير علي خان د واکمنۍ له سقوط وروسته امير عبدالرحمن خان د يوې دايمي اردو جوړيدو ته مټې را پورته کړې او په اوونۍ کې يې يوه ورځ د اردو اوړندو چار ته ځانګړې کړې وه.

د دغې اردو شمېر د پياده، سپرو، توپچي اود شاهي دربار ساتوونکيو په شمول ۸۸۴۰۰ تنو ته رسيده. امير عبدالرحمن خان د اردو مډرنيزه کولو په موخه د کابل  ماشين خانې د بنسټ ډبره کېښوده چې د ريخته ګري او توپ، ټوپک، باروتو او کارتوس جوړولو څانګې يې درلودې.

له هغه وروسته د امير حبيب الله د واکمنۍ پر مهال  د اردو افسرانو د کادرونو روزنې له‌پاره حربي ښوونځی جوړ شو. چې په يو وخت يې د ۹۰۰ نظامي کادرونو د روزنې وړتيا درلوده.

همدارنګه د امير امان الله د واکمنۍ پر مهال د اردو د پياوړتيا له‌پاره له المان، انګلستان، ايټاليا او بلژيک هېوادونو څخه نوې وسلې وپيريدل شوې چې په  هغو کې د سواره او پياده ځواکونو له‌پاره  ۱۰ ډزي انګريزي ټوپک، ۱۲ ډزي لوچک  الماني ټوپک، ۵ ډزې  الماني ټوپک او د ژاندارم او پوليسو له‌پاره  ۵ ډزې ايتالوۍ تومانچې شاملې وې. همدارنګه له شوري اتحاد څخه  ۶ پن او ۹ پن قاطري او ۱۰۵ ملي متري غرني توپونه وپيرل شول، چې په ۶ آسونو به کش کيدل.

همدا شان له المان څخه راين ميټال او له چکسواکيا څخه نور توپونه او سپک ټانګونه وپېرل شول. دغه مهال يوه نمونه يي قطعه تشکيل شوه، د افغاني افسرانو د روزنې له‌پاره ترکي افسران او ښوونکي وګمارل شول، د نظامي لوړوزده‌کړو لپاره ځينې افسران ترکيې او نورو هېوادونو ته واستول شول. همدارنګه څو الوتکې او لېرې واټن ويشتوونکي توپونه هم وپېرل شول. دغه مهال د افغانستان اردو په دې وتوانيده چې په دوو جګړو کې انګريزانو ته ماته ورکړي او هېواد له اشغالګرو څخه وژغوري. خو له بده مرغه  دغه اردو هم د امان الله خان حکومت له سقوط سره هممهاله وپاشل شوه.

د افغانستان څلورمه اردو:
د اميرامان الله خان له تېښتې وروسته چې د هېواد د واک چارې حبيب الله کلکاني پر غاړه واخیستې، د پخوانۍ اردو تشکيلات يې په بشپړ ډول له منځه يوړل. خو له هغه وروسته کله چې محمد نادرشاه واک ته ورسيد، په کمه موده کې يې منظمه او ځواکمنه اردو جوړه کړه او له انګلستان او نورو هېوادونو يې عصري وسلې ترلاسه کړي، ويل کېږي چې د دغې اردو شمېر ۴۰ زره ته رسيده.

کومه اردو چې د محمد نادر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يې له کمي او کيفي اړخه پرمختګ وکړ. د سردار محمد داود خان د صدرات پر مهال چې د هېواد دفاعي چارې يې هم پر مخ بيولې د اردو تجهيز او پرمختګ ته ډېر پام واړول شو. په لومړي ځل په ۱۹۵۸ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د وسلو او محاربوي تخنيک برخه کې مرستې ترلاسه شوه. دغه مهال د اردو شمېر کابو ۸۰ زرو ته رسيده چې په سپکو او درنو وسلو، هوايي ضد توغنديو، پرمختللیو زرهي تجهيزاتو، کمانډويي قطعاتو، هوايي ضد رهبري شويو توغنديو او پر الوتکيو سمبال وو.

دغه مهال يو زيات شمېر افغان محصلان د لوړو نظامي زده‌کړو په پلمه شوري اتحاد ته واستول شول، د  روسي جنرالانو په مشوره د محاربو قطعاتو تر څنګ تأميناتو قطعات هم جوړ شول او د حربي پوهنتون، د تاکتيک اکاډمي او د اردو مرکزي ترميم خونې ودانيزې چارې بشپړې شوې.

د بګرام، خواجه رواش، شنډنډ او کندهار هوايي ډګرونو کې د الوتکو د ترميم مجهز ورکشاپونه او د اردو مجهز څلور بستريز روغتون جوړ شو همدارنګه زره دارې قواوې په غول پيکر ټانګونو سمبالې شوې.

له هغه وروسته کله چې سردار محمد داوود خان د ۱۹۷۳ کال په جون کې د يوې سپينې کودتاه په ترڅ کې د ولسمشر په توګه د هېواد واک پر غاړه واخيست، اردو تجهيز او تسليح  برخه کې جدي ګامونه واخيستل شول خو د شوروي اتحاد د سلاکارانو او استادانو لخوا د روزنيزو چارو پرمخ بيولو سره، د افغانستان په اردو کې د شوري اتحاد هېوادونو تأکتيکونه دود او په دغو ځواکونو کې د پخواني شوروي اتحاد مداخلو ته لار هواره شوه.

که وروسته چې کله سردار محمد داود هڅه وکړه څو د اردو ليکي له شوروي پلو افسرانو څخه  تصفيې کړي، له ستونزو سره مخ شو، ځکه دا هغه مهال و چې ولسمشر د کي جي بي په لومو کې راګير و او له اردو سربېره په ډېری مهمو ادارو کې د شوروي له ملاتړ برخمنو خلقيانو او پرچميانو ځای نيولی و چې دې کار د ۱۳۵۷ کال د غويي اوومې نېټې کودتاه ته زمينه برابره کړه او په ترڅ کې يې محمد داؤد د خپلې کورنۍ او د کابينې له ځينو وزيرانو سره په ارګ وژول شو.

د خلقيانو او پرچميانو د حکومت اردو:
کله چې په ۱۹۷۸ کال کې د نورمحمد ترکي او ببرک کارمل په مشرۍ د خلق او پرچم ګوندونو د کودتاه په ترڅ کې د داود خان رژيم راوپرځاوه، د شوروي اتحاد پر مټ د اردو پياوړتيا لپاره جدي ګامونه واخیستل چې بالاخره په ۱۹۷۹کال کې روسانو په مستقيم ډول پر افغانستان يرغل وکړ او له يو محدود شمېر پرته د اردو په شمول  ټولو امنيتي ځواکونو  له هېواد څخه د دفاع پرځای د يرغلګرو مرستې ته ور ودانګل او ترپايه د هغوی لپاره وجنګيدل.

د مجاهدينو د حکومت اردو:
کله چې په ۱۳۷۱ کال کې افغان مجاهدين واک ته ورسيدل، د شوروي اشغال له ملاتړ برخمنه اردو چې ډېري يې د قومي غونډونو په نوم مليشه‌ يي ځواکونه وو، يا هم دړې وړې شوه او يا هم د جهادي تنظيمونو په ليکو کې ځای پر ځای شول. چې په دې توګه د اردو منظم تشکيلات او د هغوی ډېری تجهيزات تخريب شول.

د افغانستان اسلامي امارت مجاهدين ( طالبان) چې د مجاهدينو حکومت د فساد او په هېواد کې انارشيزم په وړاندې د مبارزې او اسلامي نظام د تحقق په موخه راپورته شول، د پخوانۍ اردو څخه پاتې تجهيزات پر مټ يې د هېواد ۹۰ سلنه خاوره تر خپل واک لاندې راوسته، خو د جګړو، نړيوالو اقتصادي بنديزونو او د امريکا په مشرۍ د ناټو سازمان د يرغل له کبله پر دې ونتوانيدل چې په افغانستان د منظمې اردو تشکيلات جوړ کړي.

د کابل پخوانۍ ادارې د اردو تشکيلات:
د کابل پخوانۍ ادارې ملي اردو د بنسټ ډبره پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د ناټو سازمان له يرغل وروسته په ۱۳۸۲ کال کې کېښودل شوه، چې په۲۰۱۳ کال کې يې شمېر ۳۵۲۰۰۰ ته رسيده. دغې اردو په خپل تشکيل کې اوه قول اردو ګانې درلودې چې يوه يې هم هوايي وه. په دغه اردو کې شموليت داوطلبانه او قومي ترکيب پر بنسټ و او سرتيرو ته يې هم مياشتنۍ معاش ورکول کيده. .د دغې اردو تشکيلات له ډلګۍ ( ۹ کسه) بلوک( ۳۰ کسه) ټولی ( ۹۰ کسه)، کنډک( ۲۷۰ کسه)، غونډ ( ۸۱۰ کسه) لوا ( ۶۰۰۰ کسه)، فرقې(۱۲۰۰۰ تنه)، قل اردو( ۳۶۰۰۰ کسه) څخه عبارت وو.

د دغې اردو شمېر چې سلهاوو تنو ته رسيد، د روزنې او مديريت چارې يې د امريکايي او ناټو غړيو هېوادونو د سلاکارانو او استادانو له‌ خوا پر مخ بيول کيده او سوق او اداره يې هم بهرنيانو په لاس کې وه. دغو ځواکونو د ملي او اسلامي ارزښتونو  پر ځای ډېری د خپلو بهرنيو همکارانو ګټو ته لومړيتوب ورکاوه او له جوړښت څخه تر انحلال پورې يې د بهرنيانو د اشغال په ملاتړ وجنګيده. خو کله چې د بهرنيانو نظامي، لوژستيکي او مالي مرستې قطع شوې، د لسو په ترڅ کې له منځه لاړل.

نوې اسلامي اردو:
په افغانستان کې د لويديځ له ملاتړه برخمن حکومت له نسکوريدو او پر ټول هېواد د اسلامي امارت له حاکميت وروسته د يوې داسې اردو د تشکيل چارې پيل شوي چې د کميت له اړخه به محدوده، خو له کيفي پلوه به په ملي او اسلامي روحيه او هغو عصري وسايلو  او تجهيزاتو سمباله وي، چې د ناټو له غړيو هېوادونو څخه په غنيمت نيول شوي دي.

نوې اسلامي اردو شپږ قول اردوګانې لري چې له مرکزي بدري ۳۱۳، خالد بن ولید، منصوري، البدر، فاروق، فتح، عزم او عمري څخه عبارت دي.

د دغې اردو ډېره برخه مجاهدين جوړوي چې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا په مشرۍ د ناټو سازمان غړيو هېوادونو په عصري وسايلو سمبالو قواوو سره جنګيدلي او ښه جګړيز په تېره د چريکي يا ګوريلايي جګړو په برخه کې پوره مهارتونه او عصري او ديني زده‌کړې لري.

پورتنيو مواردو ته په پام سره، هغه عمده لاملونه چې په افغانستان کې د اردو د انحلال يا هم له هغو څخه د شخصي او پرديو ګټو په برخه کې استفاده شوې، عبارت دي له:

Ø     د بهرنيو هېوادونو له مالي امکاناتو څخه په استفادې د اردو جوړول.

Ø    د بهرنيو مغرضو هېوادنو سلاکارانو او روزونکيو له‌خوا د افسرانو او سرتيرو روزنه.

Ø    د قومي او ژبنيو ارزښتونو پر بنسټ د اردو تشکيل.

Ø    په افسرانو او سرتيرو کې د اسلامي او ملي روحيې کمزورتيا.

نو له دې کبله که چېرې نوې اردو په تشکيل کې ياد موارد په پام کې ونيسي، نو لرې نه ده چې افغانستان به هم د يو داسې پايښت وړ اردو څخه برخمن شي، چې په اسلامي او ملي روحيې سمباله و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x