
د افغانستان د رسمیت پیژندنې معما!
حمادافغان شیرزاد
له کومې ورځې چې طالبانو د افغانستان بشپړ واک کنټرول کړی، له هغې ورځې د نورو څو مهمو مسائلو تر څنګ د رسمیت مسئله هم یوه لا ینحل مسئله او طالبانو ته چیلنج ګرځېدلی. امریکا، د نړۍ د امنیت شورا او نوره نړۍ د کوم هیواد د رسمیت پیژندنې لپاره داسې خاص شرائط نه لري؛ خو دوی د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې لپاره بیلا بیلې بهانې کوي او غواړي په دې سره د طالبانو حکومت ته ضربه ورسوي او پاتې یې راولي، حال دا چې دوی د دوحې په تړون کې ویلي چې امریکا به د افغانستان د نوي حکومت سره پراخې سیاسي اړیکې ولري.
امریکا غوښتل او غواړي چې طالبان د دوی ځینې غوښتنې عملي کړي، لومړی یې د یوې اډې او بیا اوس د بې ځایه او د اسلام سره تضاد لرونکی غوښتنې کوي، ځکه خو د رسمیت دا ډنډوره غږوي.
طالبانو د امریکا کانګریس ته په یو تازه استول شوي لیک کې د ګنګل شوو پیسو د خلاصون، د امریکا سره د سیاسي اړیکو جوړښت، مرستو او پانګونو په اړه خپل دریځ په ډاګه کړی، خو دې لیک ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي: چې افغان دولت دې د تروریزم پر ضد جګړه وکړي، د اقلیتونو حقوقو ته دې احترام وکړي، ټولشموله اداره دې رامنځته کړي او ښځو ته دې د کار او تعلیم اجازه ورکړي. نو بیا به یې موږ په رسمیت پیژنو، هغه دا هم زیاته کړې چې افغانستان کې د بشري ناورین او ستونزو عاملین طالبان دي.
دا او دې ته ورته ټولې خبرې طالبانو پر ځای کړي، ښځو ته به کفر او امریکا څه حقوق ورکړي؛ ښځو ته چې اسلام کوم مقام او حقوق ورکړي هغه یو دین کې نشته، ښځه په اسلام کې ښځه ده، خپل ځان، حقوق او عزت ویني. د تعلیم او د کار په اړه یې بیا بیا طالب مشرانو ویلي چې دوی ته اسلام د تعلیم حق ورکړی او موږ ورته زمینه مساعدوو او په زیاتو سیمو کې تر دوولسم صنفه پورې مکاتب او لیسې شروع شوي هم دي.
دویم د اقلیتونو د خوندیتابه او د هغوی د حقوقو پر ځای کول دې کفر له موږ زده کړي، موږ ته دې دا بې ځایه او کاذب فرمایشونه نه کوي، بلکې دوی دې، اول امریکا کې د ټولو اقلیتونو حقوقو ته پوره احترام او درناوی وکړي.
ټولشموله اداره او نظام طالبانو له ډېر اوله تعریف کړی، چې موږ دلته د واک انحصار او د قدرت واګي پخپل لاس کې یواځې نه اخلو، بلکې ټول هغه کدرونه او شخصیتونه چې د خپل هیواد ملي ارزښتونو او ګټو ته ژمن وي، نه دا چې تل د پردیو په لمسون هیواد ته تاوان رسوي. زموږ اداره ټولشموله ده د افغانستان د ټولو قومونو متعهد او ژمن خلګ ونډه لري او لا هم کوښښ روان دی، چې اداره کې ټول اهل او د کار خلګ راشي.
اصلاً امریکا، د سیمې او نړۍ د ټولو حکومتونو په شمول دلته داسې یو نظام ته سترګې پر لار دي، چې کوم ټوله نړۍ کې رائج دي، دیموکراسي، لنډغریزم او نور فسادات دې زموږ هیواد کې هم روان شي، ښځو ته دې داسې آزادي ورکړل شی لکه نن چې نوره نړۍ کې ګرځي.
طالبان باید د نورې نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي، د رسمیت مسئله دومره مهمه نه ده چې د دوی هر مشر او کشر، سیاسي او غیر سیاسي یې رسمیت او رسمیت یادوي، دوی باید خپل کار ته ادامه ورکړي، د دوی ښې چارې او پرمختګونه به نړۍ دې ته مجبوره کړي چې افغان دولت ته رسمیت ورکړي، ځکه دوی عملا ثابته کړې چې افغانستان په اوسني وخت کې د امنیت لحاظه د ټولې نړۍ نه مخکې دی، ډلې او تپلې نشته، له نورې نړۍ سره ښه تعامل غواړي او ټولې ستونزې د دیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو له لارې حل کول غواړي.
د آباد او سوکاله افغانستان په هیله.