ادبي لیکني

ولې لیکنه وکړو؟

عبدالجبار وحدت

لیکنه د نن وخت مبرم او اړین ضرورت دی، لیکل هغه څه دي چې د نظریاتو تشهیر، انتقال او تبادل رامنځته کوي، لیکل هغه څه دي چې د لیکوال آند تر موږ پورې رارسوي، ننني، دیني، عصري او د ګڼو نورو مسلکو کتابونو چې زموږ مخته پراته دي، دا د لیکوالۍ برکت دی، امام اعظم (رح)، امام شافعي (رح)، امام مالک (رح)،امام احمد (رح)،امام قرطبي (رح)،امام بخاري (رح)،امام ابو یوسف(رح)،امام ابن تیمیه(رح)،امام ابن القیم(رح) او ګڼ نور لیکوال، متقیان او د اسلام ځلانده ستوري عالمان لرو چې نسلونه یې د احساناتو پوروړي دي، دا ځکه چې دوی دا دین د لیکوالۍ پر مټ تر موږ پورې رارسولی.

الله تعالی په قران پاک کې هم په قلم قسم کوي، لومړی سورت هم صورت العلق و چې رسول الله (ص) ته د اقراء کلمه وکارول شوه.
دوی پاک قلمونه درلودل، سپېڅلی فکر او سپیڅلې عقیده یې درلوده، دوی د وخت د هر طاغوت په وړاندې خپل سور کارت پورته کړی و، دوی درباري لیکوالي نه کوله، دوی خپل قلم نه خرڅول، دوی خپل قلم د اسلامي امت د نجات په خاطر کارول.

لیکوالي هغه څه دي چې نوی علم ممکن پکې تولید شي، نوې ایډیاوې رامنځته او اذهان تنویر کړي او همدارنګه د ټولنې وګړو ته د ټولنې په ژبه د هغوی اړین مسائل رسوي، لیکوالي هغه څه ده چې د یوې ټولنې ژبه په علمي لحاظ د بډاینې او مطرح کولو لور ته بیایي، لیکوالي هغه اذان دی چې د ټولنې ويښ ملتونه راويښوي.

خبر مې دا کوله چې لیکوالي اړینه چاره ده، له ښه مرغه موږ هر کال په زرګونو ځوانان له پوهنتونونو او مدارسو فارغوو، مګر له بده مرغه په دوی کې یې ډېر لږ د لیکوالۍ ذوق لري او ډېر کم یې لیکوالان کیږي.

خیر که مو لیکنه املایي، تخنیکي او یا علمي غلطي ولري، د وخت په تېرېدو او د زیات تمرین پر مټ مو دا ستونزه حلېدای شي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx