ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت /اتمه برخه‎‎

سردار ناطق الحق (امین)

ځمکه کروي شکله ده:
موږ په تېر بحث کې د ځمکې په هکله مفصل بیان کړی او که مو یاد وي! ځمکه مو د والیبال له هغه توپ سره پرتله کړې وه: چې له پاسه لږ زور پرې وشي؛ نو بر به یې له لوړوالي څخه یو څه زیات شي.

بلې! ځمکه یوه کروي شکله خاورینه او ډبرینه سیاره ده؛ چې بهرنی قشر / پوست یې؛ په سلو کې اویا برخې اوبو پوښلی او پاتې دېرش یې وچه ده.

ځمکه په هېڅ شي نه ده تکیه! بلکې داسې مثال لري: لکه یو توپ چې په هوا کې معلق پاتې شي او پر هېڅ شي نه وي ولاړ /ځوړند.

فرض کړئ! موږ د دغه توپ پر هرې خوا ژوند کوو، توپ ځای پر ځای تاویږي (چې وضعي حرکت ورته وایي) او هم د لمر پر شاوخوا ګرځي (چې هغه حالت ته یې انتقالي حرکت وایي)

اوس نو تاسو د توپ په منځ کې یوه قوي وسپنکشه (آهنروبا) کېږدئ او بیا د توپ بیرونی پوست له وسپنې ورته جوړ کړئ، چې دا کار مو وکړ! نو بیا د ټوپک تشې نلۍ او یا یې مرمۍ؛ له هرې خوا پرې سرېښ کړئ؛ خو داسې: چې بیخونه یې پر توپ نښتي وي؛ اوس نو توپ هرې خوا ته تاو- را تاو کړئ! و به ګورئ چې مرمۍ نه ترې لوېږي، که نلۍ/ مرمۍ ترې کش هم کړې، بېرته به د توپ خوا ته منډه کړي.

چې دا ننداره مو وکړه! بیا نلیو / مرمیو ته د انسانانو فکر وکړئ او توپ ته د ځمکې.
دلته لاندې او باندې خواوې فقط دوې دي ((د توپ پوست او د مرمۍ سر !)) د توپ پوست ته لاندې خوا وایو او د مرمۍ سر ته پاس خوا.

ونیسئ؛ یو بل کار وکړئ!
کله مو چې مورکۍ، خورکۍ او یا ممکۍ… د بخار په دېګ کې لوبیا پخه کړه او له دېګ څخه یې هوا ایستله؛ تاسو ورشئ او یوه د شیشې مردکۍ / توشله هم درسره واخلئ، بیا د دېګ شپېلک لیرې کړئ او مردکۍ پرې کېږدئ! تاسو به وګورئ چې؛ مردکۍ به له شپېلک نه لس سانتي / کمه، یا زیاته! ( هغه د هوا په فشار پورې تعلق لري) لوړې خوا ته وګورئ؛ چې هم به ځای پر ځای تاویږي او هم به کښته- پورته کیږي، خو لوېږي به نه! تر دې چې د دېګ هوا ختمه شي او توشله راټیټه.

نو ځمکې ته هم همداسې تصور او فکر وکړئ.
یعنې: ځمکه فقط د لمر کِتلې نیولې او یوې خوا ته یې هم نه پرېږدي.

تاسو وګورئ! دلته شپه وي، خو په امریکا کې ورځ! باالعکس! هلته ورځ وي، مګر دلته شپه! دا ولې؟ دا ځکه: چې ځمکه لکه توپ ګیرده ده! نو چې موږ د لمر خواته شو، امریکا سیوري ته ځي او چې کله امریکه لمر ته شي، نو موږ سیوري ته کیږو.

بله واورئ!
که موږ د شرق پر خوا سیده حرکت وکړو او همداسې خپل سیر ته دوام ورکړو – ورکړو او داسې سیخ لاړشو لکه په رجه چې سړی ځي! ضمناً بلې خوا ته هم و نه ګرځو؛ کوم ځای ته رسیږو؟ بېرته خپل ځای ته راځو ! خو د غرب له خوا! ځکه چې ځمکه توپ غوندې ده.

که موږ پر توپ یو شی سیده روان کړو؛ معلومه ده چې پر توپ به راوګرځي او بېرته به خپل ځای ته راشي.
یعنې: یوه کامله دائره غوندې؛ چې اول یې آخر هم دی.

همدا راز که چېرې موږ په ځمکه کې کښته لاړ شو – لاړ شو… آخر به څه پېښ شي؟ معلومه ده چې: که د
ځمکې هستوي حرارت خوړین نه کړو، نو ضرور به هغې بلې خوا ته ترې وزو! نو اوس معلومه نه ده! خو چې په هر هېواد کې ووتو او د هغه ځای پولیسانو ماماګانو ونیولو.

د ځمکې داخلي جاذبه:
د ځمکې جاذبه قوه د هستې په منځ کې صفر کیږي! یعنې که موږ هغې بلې خوا ته ځمکه سورۍ کړو او بیا ځان پکې خوشې کړو؛ نو فقط د ځمکې تر نیمایي پورې رسیږو! هغې بلې خوا ته به بیا داسې وزو؛ لکه له څاه نه چې سړی راخیژي.

نور بیا… ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x