
سپين سهار/ نومير
فدا محمد نومير
په تيارو پسې همېش ګوره رڼا وي
توره شپه کې څرک ښکاره تل د سبا وي
کوم وياله کې چې يو ځل اوبه وي تللې
بهيدل د اوبو بيا پکي بيا بيا وي
چې خدمت د کلي کور يې پيشه کړی
هغه کس د لوی واړه زړه کې بابا وي
څو چې خوږ نسي نو پوه به په خوږ نسي
هر يو خوږ ته د طبيب لاس کې دوا وي
چې دښمن نه وي صفت د دښمن څه دی
د مصلح سړي دښمن ټوله دنيا وي
په سختيو باندې صبر دی راغلی
چې سختي نه وي د صبر څه معنا وي
د دښمن مقابله وسي په صبر
د دښمن څخه ګيله لار د خطأ وي
ناهيلي د مسلمان سره نه ښايي
ناهيلي دين او دنيا لره بلا وي
که بې علمه تل ولاړ په خپل دريځ وي
د نادان د وعظ اغيز کله په چا وي
د فرعون هامان لښکرې چيرې لاړې
انتها د هر باطل اخير فنا وي
څوک چې کاندي د اوبو په وړاندې لوبه
ځان به غرق کا ځګ اخستی وارخطا وي
نومير وليد سپین سهار پس له تورتمه
خدای دې وکا د تورتم دا انتها وي
متحده ايالات، کلفورنيا