شعـــــرونه

جل وهلی ګل/ فيضاني

م رضوان الله فيضاني

زه له خپل وجدانه رټل شوی يم
ياره زه اوس ډېر زيات بدل شوی يم

ربﷻ ته تل د اوښکو کچکول نيسمه
ډېر له ګناهونو زبېښل شوی يم

نور له بغاوت نه لاس پر سر يمه
تل په چل هنر سخت ځپل شوی يم

ما ويل چې زه د ربﷻ له در څخه
خدای مکړه پردی يم رټل شوی يم

نه، داسې کيسه نه وه، زه نه وم پوه
اوس ورنيږدې شوی، ورخپل شوی يم

ربﷻ ته مې په صدق توبه ووېسته
دا اميد مې شته چې بښل شوی يم

خير که د خپل نفس او د شيطان پر لاس
ډېر له کړنګو غورځول شوی يم

غواړم (فيضاني) د مغفرت باران
سم د دښتې ګل جل وهل شوی يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx